لویه څارنوالي کې نوي رئیسان معرفي او په کار یې پيل وکړ

Hussain_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۱:۱۷
ago

د لویې څارنوالۍ په وړاندیز او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت عالي مقام په منظورۍ، د داخلي اصلاحاتو، د روڼتیا تأمین، د قانون ټینګښت او د عدالت د تأمین لپاره، د دغې ادارې په مرکزي ریاستونو کې تبدیلۍ او ګومارنې وشوې.

د دغو رئیسانو د معرفي غونډه د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري پر ۱۷ د لویې څارنوالۍ د سرپرست محترم ذبیح الله کلیم، د دغې ادارې مرستیالانو او رئيسانو په حضور وشوه او په دې غونډ‌ه کې د وړتیا او تخصص له مخې پر ګومارنو، د عدلي ښو خدماتو پر وړاندې کولو او د عدالت پر تأمین او له مراجعینو سره پر ښه سلوک ټینګار وشو.

تر دغې غونډې وروسته نوي رئيسان د لویې څارنوالۍ د مرستیالانو، سلاکارانو او کارکوونکو په حضور اړوندو ریاستونو ته معرفي شول، چې نوي رئيسان په لاندې توګه دي:

  1. احمدشهاب شکوهمند، د حقوقو ماسټر، د لویې څارنوالۍ د مقام عمومي رئيس
  2. جمشېد رسولي، د حقوقو ماسټر، د جرایمو د تحقیق څارنوالۍ رئيس
  3. نیازمحمد راسخ د حقوقو لېسانس، د سمنګان استیناف څارنوالۍ پخوانی رئيس، اوس د ناقانونه شتمنیو د اعادې څارنوالۍ رئيس
  4. مشتري دانش د حقوقو لېسانسه، په عامه او خصوصي ادارو کې د مېرمنو د ځورونې پر ضد د مبارزې څارنوالۍ عمومي رئیسه
  5. نگینه خلیلي د حقوقو ماسټره، د جرمونو د قضیو د ثبت (CMS) پخوانۍ رئیسه، اوس په عامه او خصوصي ادارو کې د مېرمنو د ځورونې پر ضد د مبارزې څارنوالۍ رئیسه
  6. گل‌رحمن مموزی، د حقوقو لېسانس، د سترې محکمې د عمومي جزا څارنوالۍ پخوانی رئیس، اوس د کابل د ختیځ زون استیناف څارنوالۍ رئیس
  7. څارنیار فرید احمد، د حقوقو لېسانس، د سترې محکمې د عامه امنیت څارنوالۍ رئیس
  8. څارنمل اخترجان پکتین، د حقوقو ماسټر، په نظامي چارو کې حقوقي سلاکار
  9.  منصوره نورستانۍ، د شرعیاتو لېسانسه، د ماشومانو سرغړونو ته د رسیدګۍ ریاست د تمیز څارنوالۍ رئیسه
  10. حضرت بلال شینواری، د شرعیاتو لېسانس، د جرمونو د قضیو د ثبت (CMS) رئيس
  11.  محمداکلیل، د حقوقو لېسانس، له نشه يي توکو او قاچاق سره د مبارزې ریاست ابتداییه څارنوالۍ رئيس
  12. عبیده، د حقوقو لېسانسه، له نشه يي توکو او قاچاق سره د مبارزې عمومي ریاست د تمیز څارنوالۍ رئيسه
  13.  عبدالصبور، له نشه يي توکو سره د مبارزې استیناف څارنوالۍ رئيس
  14.  امام‌الدین، د حقوقو ماسټر، د تدقیق او استهدااتو د رسیدګۍ رئیس
  15.  محمدهارون ستانکزی، د حقوقو ماسټر، د مسلکي زده کړو انستیتیوت رئيس
  16. عبدالفتاح، د شرعیاتو لېسانس، د سترې محکمې د عمومي جزا څارنوالۍ رئيس
  17. برید جنرال عبدالله، د حقوقو لېسانس، د مرکزي زون عسکري استنیاف څارنوالۍ رئیس
  18.  ډگرمن محمد مهدي باتور، حقوقو ماسټر او د کورني او بهرني امنیتي جرایمو پر ضد د مبارزې څارنوالۍ عمومي ریاست ابتداییه څارنوالۍ ریاست د قضیو د تعقیب څارنوالۍ پخوانی رئيس، اوس د عسکري جرایمو د تحقیق څارنوالۍ رئيس
  19. جګړن ادریس، د حقوقو لېسانس، د کاپيسا ولایت د کورني او بهرني امنیتي جرایمو پر ضد د مبارزې څارنوالۍ پخوانی رئیس، اوس په نظامي چارو کې حقوقي سلاکار
  20.  جګړن اجمل شعیب، د حقوقو لېسانس، په نظامي چارو کې حقوقي مشاور
  21. جګړن محمدخان، د حقوقو ماسټر، د کندهار عسکري ابتداییه څارنوالۍ پخوانی رئیس، اوس د کورنيو چارو وزارت د عسکري ابتداییه څارنوالۍ رئیس
  22. جګړن نصیراحمد، د حقوقو لېسانس، د کورني او بهرني امنیت څارنوالۍ عمومي ریاست د قضیو د تعقیب رئیس
  23.  جګړن محمدعارف، د حقوقو ماسټر، د کونري او بهرني امنیتي جرایمو پر ضد د مبارزې ابتداییه څارنوالۍ رئيس
  24.  تورن امید، د حقوقو لېسانس او د لغمان د کورني او بهرني امنیتي جرایمو پر ضد د مبارزې څارنوالۍ پخوانی رئيس، اوس د کورني او بهرني امنیتي جرایمو پر ضد د مبارزې څارنوالۍ ریاست د تحقیق پر چارو د نظارت څارنوالۍ رئیس
  25. تورن عبدالسلام، د حقوقو لېسانس او د میدان وردګ د کورني او بهرني امنیتي جرایمو پر ضد د مبارزې څارنوالۍ پخوانی رئيس، اوس د کورني او بهرني امنیتي جرایمو پر ضد د مبارزې څارنوالۍ ابتداییه ریاست د تحقیق څارنوالۍ رئيس

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۲۱
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو «د دعوت او ارشاد نصاب د معاملاتو» د تدریس شوې برخې ازموینه واخیسته

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست نن شنبه د رمضان المبارک میاشتې پر ۱۸ (د کب ۱۶) د دغې ادارې له کارکوونکو څخه «د دعوت او ارشاد نصاب د. . .

BACK TO NEWS