د حکومتولۍ سکټور کمېټې د ا.ا.ا له رییس الوزرا ملا محمدحسن اخند سره ولیدل

د فرمانونو او حکمونو د تعقيب او نظارت لوی ریاست د حکومتولۍ کمېټې د ا.ا.ا د مشرتابه د فرمانونو او حکمونو د تعقیب په اړه له رییس الوزرا ملا محمدحسن اخند او ځینو نورو چارواکو سره تعارفي ناسته وکړه.
یادې کمېټې چې مشري يې مفتي صفي الرحمن خالد کوله، چهار شنبه د ۱۴۴۴ هـ.ق کال د رمضانالمبارک میاشتې پر۲۱ د ریاست الوزرا دفتر له مشرتابه سره ليده کاته وکړل.
همداراز د دغې کمېټې له خوا د ریاست الوزرا د دفتر له رییس ډاکټر عبدالواسع او ځینو نورو مسلکي غړو سره په جلا لیدنه کې، د ا.ا.ا مشرتابه د ۳۲ ګڼې فرمان ضمیمه قانون په تړاو معلومات وړاندې شول.
ورته مهال، د ریاست الوزرا د دفتر مسوولانو د ا.ا.ا د مشرتابه د ټولو فرمانونو او حکمونو د پلي کولو بشپړ ډاډ ورکړ او په دې برخه کې یې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.
ياده دې وي، چې د ا.ا.ا مشرتابه د فرمانونو او حکمونو د تعقيب او نظارت لوی رياست ته دنده سپارلې، چې په مرکز او ولايتونو کې د بېلابېلو کمېټو په جوړولو سره په ملکي نظامې او خصوصې سکتور کې د مشرتابه د فرمانونو او حکمونو د پلي کېدا څرنګوالی وڅاري او راپور يې مشرتابه ته وړاندې کړي.
په همدې موخه دغه لوی رياست په مرکز او ولايتونو کې د بېلابېلو کمېټو په جوړولو سره بېلابېلو سکټورونو لپاره کمېټې جوړې کړې دي او د فرمانونو او حکمونو د تعقيب لړۍ روانه ده.