د مخابراتو او ترانسپورت د نظارت کمېټې د ټولګټو او ترانسپورت وزارتونو او وسپنې پټلۍ ادارې له چارواکو سره ولیدل

Hussain_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱/۲۶ - ۱۳:۷
وزارت مخابرات و تکنالوژی معلوماتی

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مخابراتو او ترانسپورت د نظارت کمېټې د وسپنې پټلۍ ادارې د ټولګټو چاررو او ترانسپورت وزارتونو  له چارواکو سره تعارفي ناستې کړي او پر اړینو موضوعاتو یې خبرې کړې دي.

دغې کمېټې چې مشري یې مولوي محمد شاکر حقاني کوله، د ۱۴۴۴ کال رمضان المبارک میاشتې په ۲۲ د ټولګټو چارو وزارت له وزیر ملا محمدعیسی ثاني سره تعارفي ناسته کړې او د امیرالمومنین د ۳۲ ګڼې فرمان په تړاو یې معلومات ورکړي دي.

د ا.ا.ا. مشرتابه ۳۲ ګڼه فرمان د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دندو او واکونو په تړاو راغلي دی.

ورته مهال د ټولګټو چارو وزارت وزیر یادې کمېټې ته د همکارۍ د ډاډ تر څنګ د نیمګړتیاوو د له منځه وړلو ژمنه هم کړې ده.

بلخوا د مخابراتو او ترانسپورت د نظارت کمېټې د ترانسپورت وزارت له  وزیر الحاج ملا حمیدالله اخندزاده او د وسپنې پټلۍ ادارې له  رییس الحاج ملا بخت الرحمن  شرافت سره هم په جلا جلا تعارفي ناستو کې د امیر المومنین د فرمانونو او حکمونو د پلیتابه ډاډ ترلاسه کړی دی.

ياده دې وي، چې د فرمانونو او احکامو د تعقيب او نظارت لوی رياست په بېلابېلو سکټورونو کې د ا.ا.ا د مشرتابه د فرامينو او احکامو د تعقيب په موخه کمېټې جوړې کړې دي او عملاً يې خپلې چارې پېل کړې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۴۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دې ادارې له کارکوونکو د دیني مسائلو ازموینه واخیستله

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د دعوت او ارشاد د عمومي ریاست نصاب ازموینه واخیستله...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د ۸۰ زره لیټره تیلو په وړتیا د تیلو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د تیلو یو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره چې ورسره د دې ادارې یوه اړتیا په معیاري او بنسټيزه توګه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو او تیلو پر وارداتو بندیز ولګېد

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست او هېواد ته د بې کیفته تیلو له واردولو د مخنیوي کمېټې رییس محترم الحاج مولوي شمس‌الدین شریعتي یوي خبري ناستې ته ویلي چې هېواد ته د. . .

BACK TO NEWS