د کندوز د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت ریاست کارکوونکو ته روزنیز سیمینار پیل شو

yama_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۳ - ۱۰:۳۳
کندز

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست په مرکز او ولایتونو کې د دغې ادارې کارکوونکو ته د روزنیزو سیمینارونو لړۍ پیل کړې ده.

 دا سیمینارونه د مرکز په ګډون په ۳۴ ولایتونو کې د اتو جوړو شویو کمېټو له لوري مخته وړل کېږي.

په همدې لړ کې د کندوز د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت ریاست کارکوونکو ته هم د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع‌الثاني پر نهمه روزنیز سیمینار پیل شو.

کندز

د دغه سیمینار د جوړېدو موخه د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د کارکوونکو د ظرفیت لوړول، په امارتي او له امارتي ادارو سره اړوند خصوصي ادارو کې د ا.ا.ا د مشرتابه د فرمانونو، حکمونو او هدایاتو د تعقیب او نظارت ډول او څرنګوالی، په اړوندو ادارو کې د اجرااتو د قانونیت نظارت او له امارتي او خصوصي مراجعو له مسوولینو سره د دغې ادارې د مسلکي غړو چلند او د همکارۍ څرنګوالی، د تقنیني سندونو رعایت او تطبیق، له اداري فساد څخه مخنیوی، یادو مراجعو کې د مؤثریت او روڼتیا رامنځته کول او په هېواد کې د اسلامي نظام لا بقا په ګوته شوی دی.

کندز

ورته مهال په کندوز کې د مؤظف شوې کمېټې مسوولینو د دغه ولایت له والي سره په لیدنه کې د یاد روزنیز سیمینار د جوړېدو اهداف شریک کړل او له نوموړي یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د کندوز والي د دغه سیمینار د جوړېدو هرکلی وکړ او د کمېټې غړو ته یې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.

دا روزنیز سیمینارونه د اتو کمېټو له لوري چې غړي یې د دغې ادارې ځینې رییسان، مشایخ، علمای کرام، کارپوه او تجربه لرونکو ښوونکي دي، مخته وړل کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو او تیلو پر وارداتو بندیز ولګېد

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست او هېواد ته د بې کیفته تیلو له واردولو د مخنیوي کمېټې رییس محترم الحاج مولوي شمس‌الدین شریعتي یوي خبري ناستې ته ویلي چې هېواد ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۱۴:۳۹
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته تېلو، اوبلنو ګازو او نورو نفتي موادو له واردولو د مخنیوي لپاره د مؤظف پلاوي ناسته جوړه شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د سرپرست محترم مولوي شمس‌الدین شریعتي په مشرۍ ناسته د مؤظفې کمېټې د غړو په ګډون د امارتي ادارو او وزارتونو د معیننانو په حضور کې جوړه شوه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۳:۳۸
Background image

له ایران څخه د افغان بندیانو د لېږد دوام؛۱۹۹ افغان بندیان د افغانستان اسلامي امارت ته وسپارل شول

له بهر څخه د افغان بندیانو د انتقال کمېټې په کوښښ چې مشري یې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی رییس مولوي شمس الدین شریعتي کوي د نورو اړوندو ادارو له استازو سره په ګډه چې د دغې. . .

BACK TO NEWS