له ایران څخه د افغان بندیانو د لېږد دوام؛۱۹۹ افغان بندیان د افغانستان اسلامي امارت ته وسپارل شول

mozamil_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۳:۳۸
انتقال زندانیان از ایران

له بهر څخه د افغان بندیانو د انتقال کمېټې په کوښښ چې مشري یې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی رییس مولوي شمس الدین شریعتي کوي د نورو اړوندو ادارو له استازو سره په ګډه چې د دغې کمېټې غړي دي، ۱۹۹ افغان بندیان چې په ایران کې په بېلابېلو تورونو په بند محکوم شوي وو د نیمروز بندر له لارې د ا.ا.ا مسوولینو ته وسپارل شول.

انتقال زندانیان از ایران

دا بندیان په ایران کې په یو کمپ کې ساتل کېدل چې د ا.ا.ا مسوولینو له افغانستان څخه د وروړل شویو وسایطو په وسیله هېواد ته را ولېږدول.

یاد محکومین به له روغتیایي ارزونو وروسته خپلو اړوندو ولایتونو ته ولېږدول شي.

همدارنګه دوه ایراني بندیان هم د ښه نیت په موخه په بهر کې د افغان بندیانو د انتقال کمېټې له خوا چې سرپرستي يې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې لوی رییس مولوي محمد یوسف مستري کوله، په نوموړي بندر کې ایراني مسوولینو ته وسپارل شول.

انتقال زندانیان از ایران

دا بهیر به د دواړو هېوادونو د ښو او بالمثل اړیکو لپاره په روان کال کې هم دوام ومومي.

نوموړي بندیانو په دې برخه کې د افغانستان اسلامي امارت له مسوولینو څخه مننه کړې ده.

د یادونې ده چې مخکې له دې هم ۲۱۱ افغان بندیان چې په ایران کې په بند محکوم شوي وو په بهر کې د افغان بندیانو د انتقال کمېټې له خوا هېواد ته را لېږدول شوي وو. ‌

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

BACK TO NEWS