له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

mozamil_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
امتحان کانکور دور سوم ستاژ نظارتی با حضور ۸۱ داوطلب برگزار گردید

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته.

دا ازموینه د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د شوال پر ۲۵ (۱۴۰۵ کال د وري ۲۳) د دغې ادارې د غونډو په تالار کې اخیستل شوې ده.

ازموینه د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه.

د ازموینې بهیر د څارنې پر مهال، د کارکوونکو چارو عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدانس هاشمي، د دعوت او ارشاد رئیس محترم مولوي عبدالاحد احدي، د مسلکي زده‌کړو رئیس محترم الحاج شیخ عبدالمنان مدني، د استخدام رئیس محترم مفتي محمدانس رشاد، سلاکاران او یو شمېر نورو مسوولینو حضور درلود او د ازموینې څرنګوالی یې وڅاره.

د دغې ازموینې موخه د ګډونوالو د مسلکي ظرفیت لوړول او د هغوی د نظارتي مهارتونو پیاوړتیا بلل شوې ده.

د یادونې وړ ده چې نظارتي ستاژ یو کلن پروګرام دی چې هر کال د دغې ادارې د کارکوونکو لپاره تنظیمېږي. همدارنګه، څه موده وړاندې هم د همدې ادارې یو شمېر کارکوونکي له نظارتي ستاژ څخه فارغ شوي وو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS