د جرم رامنځته کیدو د مخنیوې په برخه کې عامه پوهاوې کړنلاره د مهمو موخو څخه ده

hdsadmin
جمعه ۱۳۹۶/۲/۸ - ۸:۳۹
ago

 

هغه مسله چې د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست، د تاوتریخوالي څخه مخنیوی ځانګړی څارنوالۍ، د اداری فساد سره مبارزه، د مسکرات او مخدره موادو سره مبارزه، کنترول او مراقبت، د ستره محکمی عمومی جزا ریاستونو او د جی اس اس پی نماینده سره په یوه مشترک غونډه کې مطرح شو.

دا غونډه نن سه شنبه د وری (حمل) اتمه نیته د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست له خوا ترسره شوه. ددې غوندی اساسی موخه، د موثرعامه پوهاوی برنامو همآهنګی او ترسره  کول دی.

د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس پوهیالی شاه محمد خپلواک د ښځو پر وړاندی تاوتریخوالی،  مخدره توکو او اداری فساد سره مبارزه د لویې څارنوالۍ د کاری لومړیتوبونو څخه وګنل. د خپلواک په باور د عامه پوهاوی برنامو کولای شی د دې پدیدو د مبارزې سره یوه مثبت اغیزې ولری. هغه اضافه کړه چې زمونږ هدف د جرمونو د ګراف ټیټول دی. او د خلکو د پوهی کچه  د عامه پوهاوی برنامو له طریقه جیګول کولای شی مونږ سره مرسته وکړی ترڅو خپلو  موخو ته ورسیږو.

عبدالاحد چې د ښځو پر وړاندی تاوریخوالی څخه مخنیوی ځانګړې ریاست په نمایندګي په دې غونډه کې ګدون کړی وو وویل: "د کورنیو د پوهی کچه له تاوتریخوالی قضیو د ګراف سره مستقیم اغیز لری. هغه کورنۍ چې زده کړه کړی کسان په کې موجود دی د تاوتریخوالی ګراف په کې کم دی.

د هغه په باور، د ښځو پر وړاندی تاوتریخوالی څخه مخنیوی ځانګړی ریاست په منځ کې د یو مشوره ورکوونکی مرکز تاسیس کولای شی د تاوتریخوالی په کمولو کې مرسته وکړی. په ځینی تاوتریخوالی قضیو کې مدعی سړی د تحقیق او یا هم د محکمې په جریان کې د خپل دعوی نه منصرف کیږی. دا مرکز کولای شی د کورنیو د شخړو او د وخت د ضایع کیدو څخه مخنیوی وکړی.

د ملا امامان له طریقه څخه آګاهی ورکول یو له هغه لارې څخه و چې د ښځو پر وړاندی د تاوتریخوالی د کمولو لپاره پشنهاد شو. د عبدالاحد د ستري محکمې عمومی جزا ریاست نماینده په وینا له ملا امامان له طریقه د ښځو د مقام او حیثیت په اسلامی شریعت ښکاره کول کولای شی د ښځو پر وړاندی د تاوتریخوالی د کمولو سره موثر واقع شی.

رادیویی او تلویزیونی پیغامونه، بیلبوردونه، ددې موضوعاتو په هکله علمی مقالې، د ښځو، ارشاد حج او اوقاف، له مخدره توکو سره مبارزي له وزارت سره همآهنګی ایجادول، یو له هغه بل راهکارونه وو چې په دې غونډه کې مطرح شول.

د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست پلان لري چې د خلکو د پوهې د لوړولو په موخه د عامه پوهاوي برنامې په لاړه اچوی. 

 

 

تازه‌ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

آزمون بخش از معاملات و بخش اول سیرت النبیﷺ برگزار شد

ریاست دعوت و ارشاد لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام امارت اسلامی افغانستان، از کارمندان این اداره آزمون را در بخش‌های مباحث نهم و دهم معاملات و بخش نخست سیرت‌النبیﷺ برگزار کرد...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

لوی رئیس نظارت و تعقیب فرامین و احکام در یک برنامهٔ رسمی معرفی شد

مراسم معرفی لوی رئیس نظارت و تعقیب فرامین و احکام، با حضور مسؤولان امارت اسلامی افغانستان، برگزار گردید. این برنامه روز دوشنبه ۲۴ ربیع‌الاول سال ۱۴۴۸ هـ.ق (۱۶ سنبله سال ۱۴۰۵هـ.ش) در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۵۱
Background image

برنامهٔ آگاهی‌دهی مثمریت و تحفظ انرژی برای کارمندان لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام برگزار شد

برنامهٔ آگاهی‌دهی در مورد مثمریت و تحفظ انرژی (صرفه‌جویی انرژی) از سوی وزارت آب و انرژی، برای کارمندان لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام برگزار گردید. این برنامه روز پنج‌شنبه اول. . .

برگشت به صفحه اصلی خبرها