د لوی څارنوالۍ د داخلي بودیجې د کمېټې د همغږي دویمه غونډه ترسره شوه

hdsadmin
سه‌شنبه ۱۳۹۶/۳/۳۰ - ۱۳:۳۹
48

دا غونډه د لوی څارنوالۍ  د مالي او اداري مرستیال وحید الدین ارغون په مشري په لاره واچول شوه. دا غونډه د دوشنبې په ورځ د غبرګولي  میاشتې  په ۲۹ مه نیټه د مالي او اداري مرستیال د کار په دفتر کې ترسره شوه. په دې غونډه کې مالي او اداري مشر، د بودیجې د ریاست کارکوونکو او د JSSP)) دفترهمکارانو هم ګډون کړی وو.

د تېري غونډې د پایلو د ارزونې وروسته، د ۱۳۹۷ ام  لمریز کال د بودیجې د ترتیب په اړه په تفصیل سره خبرې وشوې .

د لوی څارنوالۍ  مالي مرستیال وحید الدین ارغون د لویې څارنوالي د پرمختيايي پروژو د کار په ګړندیتوب ټینګار وکړ او ویې  ویل:" د لویې څارنوالي د پراختيايي پروژو د داوطلبۍ پروسه باید د پراختيايي پروژو د شفافیت او د کار د کیفیت په خاطر د مختلفو او د اعتبار وړ ویب سایتونو او جریدو له لارې ترسره شي. "

د ښاغلې ارغون په باور، د مالي اواداري ریاست د تدارکاتو دفتر د دې ریاست یو د مهمو دفترونو څخه شمیرل کیږي. د نوموړي دفتر کارکوونکي  باید د تدارکاتو قانون په صحیح توګه مطالعه او د تدارکاتو قانون سره سم خپلې دندې ترسره کړي.  

د لوی څارنوالۍ  مالي او اداري مرستیال د لویې څارنوالې د دویمو واحدونو د همغږي په اړه ټینګار وکړ. نوموړي زياته کړه:" د ولايتي همکارانو سره په پراختیایي پروګرامونو کې ښه همغږي او همکاري د بودیجې د کسر څخه مخنیوي کوي."

د لوی څارنوالۍ  مالي او اداري مشر سید فرید حسنیار د څارنوالي د پروژو د بشپړه شفافیت په اړه ډاډ ورکړ او ویې ویل: " ټولې  هغه پروژې چې داوطلبۍ ته سپارل کیږي، د معیاري سندونو له مخې د حکومت د اړوندو ارګانونو له خوا تصویب او شرکتونو ته سپارل کیږي." نوموړي  د دې  پروژو له بشپړه روڼوالي خبر ورکړ.

له بلې خوا، د لوی څارنوالۍ  د تدارکاتو مشر خلیل الرحمن رحمانی په ولاياتو او د کابل په ولسوالیو کې د پرمختیايي پروژو د پرمختګ په اړه خبر ورکړ اوداسې یې  وویل: د پنځو ولایتي پروژو لومړنۍ کارونه بشپړ شوي او ډیر ژر به داوطلبۍ ته وسپارل شي."

د نوموړي  په وینا، د کابل ولایت په پنځو ولسوالیو کې د ودانیو د جوړلو کار په وروستي پړاوونو کې ځای  لري. د دغه پڼځو پروژو څخه د دوو پروژو کار بشپړشوی  او په نږدې راتلونکي کې به د لوي څارنوالۍ په واک کې ورکړل شي.

په همدې حال کې د لویې څارنوالي د (د ناولو اوبو د سیستم) د یو ځای کیدو په اړه خبرې  وشوې . په پام کې نیول شوی چې په روان کال کې به دا سیستم په دې اداره کې فعال شي. د چارواکو په وینا، په دې ډول کولای شو د پنځه زره متره مکعبه اوبو څخه ګټه واخلو.

د غونډې په پای کې د (JSSP) دفتر یو تن کارکوونکي چې په لوی څارنوالۍ  کې دنده ترسره کوي، د ۱۳۹۷ ام مالي کال د متحد المال لومړي  موضوع یې  د بودیجې د سکټور همکارانو ته په تفصیل وړاندې کړ.

تازه‌ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

آزمون بخش از معاملات و بخش اول سیرت النبیﷺ برگزار شد

ریاست دعوت و ارشاد لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام امارت اسلامی افغانستان، از کارمندان این اداره آزمون را در بخش‌های مباحث نهم و دهم معاملات و بخش نخست سیرت‌النبیﷺ برگزار کرد...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

لوی رئیس نظارت و تعقیب فرامین و احکام در یک برنامهٔ رسمی معرفی شد

مراسم معرفی لوی رئیس نظارت و تعقیب فرامین و احکام، با حضور مسؤولان امارت اسلامی افغانستان، برگزار گردید. این برنامه روز دوشنبه ۲۴ ربیع‌الاول سال ۱۴۴۸ هـ.ق (۱۶ سنبله سال ۱۴۰۵هـ.ش) در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۵۱
Background image

برنامهٔ آگاهی‌دهی مثمریت و تحفظ انرژی برای کارمندان لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام برگزار شد

برنامهٔ آگاهی‌دهی در مورد مثمریت و تحفظ انرژی (صرفه‌جویی انرژی) از سوی وزارت آب و انرژی، برای کارمندان لوی ریاست نظارت و تعقیب فرامین و احکام برگزار گردید. این برنامه روز پنج‌شنبه اول. . .

برگشت به صفحه اصلی خبرها