افغانستان لویه څارنوالي: د کابل کوټی سنګې په سیمه کې د یو تجارتي مرکز اور لګیدنې پیښه به په جدي توګه تعقیب شي

hdsadmin
Mon, Aug 08 2016 4:39 PM
10

دغه مسئله د لویې څارنوالۍ عالي شورا نننۍ (یکشنبه زمري ۱۷ مې) غونډه کې مطرح شو. عالي شورا غونډه د څارنپوه محمد فرید حمیدي، د هیواد لوی څارنوال تر مشرۍ ترسره شوه. په دغه غونډه کې چې د شورا ټولو غړو ګډون کړی وو پر مهمو موضوعاتو بحث ترسره او پریکړه وشوه. 

د دغې ناستې په لومړي برخه کې، د کابل ولایت استیناف څارنوالۍ ریاست پر وړاندیز چې آیا د مماثلو محاکمو پریکړې پر بنسټ د بندیانو خوشې کیدل او یا توقیف او په جزایي موضوعګانو کې د دغو محاکمو پریکړې قطعي دي او که نه؟ بحث ترسره او نظرونه سره شریک کړای شو. پدغه ناسته کې د لوی څارنوالۍ عالي شورا پریکړه وکړه څو دا شان موضوګانې دې د محاکمو د واک قانون ۴۸ مې مادې پر بنسټ حل کړای شي. 

د دغې ناستې بله موضوع بیا د کابل د کوټې سنګي سیمې د اباسین ځدران تجارتي مرکز د اور لګیدنې ارزونه وه. په دغه ناسته کې د هیواد لوی څارنوال وویل چې د عامه حقونو او آزادۍ ساتنه د څارنوالۍ له دندو څخه دي. کوم کسان چې پدغه پیښه کې لاس ولري باید په جدي توګه تعقیب لاندې راوستل شي.  

ښاغلي حمیدی، د هیواد لوی څارنوال، د جرمونو څخه مخنیوی د لوی څارنوالۍ له دندو په ګوته کوي. او د همدې اصل پر بنسټ یې د لاندیني کسانو هر یو د تحقیق په چارو کې د لوی څارنوالۍ مرستیال، د داخلې وزارت څارنوالۍ رئیس فضل کریم سادات، د تفتیش ریاست څارنوال محمد رفیع، د کشفی او تحقیقی ارګانونو پر کړنو د نظارت څارنوالۍ رئیس یار محمد حسین خیل، د کابل ښاروالۍ او ښار جوړونې وزارت استازو په ګډون یې یوه کمیټه جوړه کړه.

دغه کمیټه به د تحقیق په چارو کې د لوی څارنوالۍ معاون تر مشرۍ، د کابل کوټې سنګي سیمې د تجارتي مرکز اور لګیدنې پیښې ارزونه وکړي. د لوی څارنوالۍ عالي شورا، د اور لګیدنې ضد آلات، د بیړني خروجي لارو او د لوړپوړیز ودانۍ د جوړونې جواز لرل له هغو مسئلو ګڼي کوم چې باید په دقیقه توګه تحقیق او وارزول شي. دغې کمیټه ته دنده سپارل شوی څو په راتلوونکي کې د دې شان پیښو مخنیوي په موخه یوه لارښوونه ترتیب کړي او په رسمي ډول یې اړوند مراجعو ته واستوي.

د دې ناستې په بله برخه کې، ویډیو له لارې د جرمونو تحقیق په هکله چې لاپخوا عالي شورا کې مطرح شوی و، بحث ترسره شو. د لوی څارنوالۍ عالي شورا بیا د رایو په اتفاق سره دغه طرحه د تحقیق د قوانینو، اصولو او معیارونو سره د نه همغږي له کبله رد کړه.

په حین حال کې د لوی څارنوالۍ عالي شورا د دغې ناستې په ترڅ کې، په عسکري چارو کې د لوی څارنوالۍ معاونیت ته دنده وسپارله څو د عسکري اجراآتو جزایي قانون او د عسکري جزا قانون د تعدیل او تدوین دپاره یوه کمیټه جوړه کړي.

د لوی څارنوالۍ عالي شورا په اوونۍ کې یو ځلي ترسره کیږي. پدغه شورا کې د لوی څارنوالۍ اړوند پر مهمو موضوګانو بحث ترسره کیږي او شورا پریکړه صادروي. 

"

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS