لویې څارنوالۍ عالي شورا غونډه د څارنپوه ښاغلي محمد فرید حمیدی، هیواد لوی څارنوال تر مشرۍ ترسره شوه

hdsadmin
Wed, Aug 24 2016 3:39 PM
65

لوی څارنوالۍ عالي شورا غونډه د دې ادارې مرستیالانو او رئیسانو په ګډون پر مهمو موضوګانو بحث ترسره او پریکړه وکړه. لومړی د اجندا سره سم د څارنوالانو عمومي کنفرانس پر جوړولو بحث ترسره شو. څارنپوه ښاغلي محمد فرید حمیدي یادونه وکړه څو د ښو کړنو هڅونې په موخه، ۴۰ تنه څارنوالان د لویې څارنوالۍ غوره کارکوونکو په توګه وټاکل شي او د کنفرانس په ترڅ کې ورنه درناوی وشي. همداراز، د لویې څارنوالۍ عالي شورا غړي پر دې خبرې تاکید وکړ چې د لویې څارنوالۍ شهیدانو تکریم او درناوي لپاره د شهید اوونۍ په لړ کې د دوی کورنیو په شتون کې یادونه ترسره شي. په تیرو کلونو کې په لسګونو څارنوالانو د هیواد په ګوټ ګوټ کې د عدالت احیا او د قانون تطبیقولو په موخه خپل ژوند له لاسه ورکړی دي.

د لویې څارنوالۍ عالي شورا غونډې په دویمه برخه کې یوه کمیټه مؤظف شوه څو د لویې څارنوالۍ، عدلیې وزارت، سترې محکمې، کار او ټولنیزو چارو وزارت، داخلې وزارت او د ماشومانو ټولنیز سوکالۍ مؤسسې (موسسې رفاه اطفال) تر منځ د همکارۍ تفاهم لیک متن وارزوي، تدقیق کړي او منظورولو لپاره یې چمتو کړي. تمه کیږي څو دغه تفاهم لیک د یاد ادارو ترمنځ د حجز د بدیل کارولو تحکیم په موخه لاسلیک شي. 

همداراز، د لویې څارنوالۍ عالي شورا غړو د دې ادارې دا ګام چې د هرات ولایتي شورا رئیس ښاغلي کامران علی زي څخه د تحقیق په موخه پورته کړې د قانون حاکمیت په لور هڅه په ګوته کړه. څارنپوه ښاغلي محمد فرید حمیدی، د هیواد لوی څارنوال یادونه وکړه چې لوی څارنوالۍ د خلکو عزت او کرامت په پام کې نیولو سره هیڅ یو مقام ته د قانون ماتولو اجازه نه ورکوي. همداراز، ښاغلي حمیدی دا یادونه هم وکړه چې د هیواد امنیت شورا د لوی څارنوالۍ دغه ګام چې د زورویلو او قانون ماتونې پر ضد یې پورته کړې، ستایي او خپل ملاتړ ترې اعلانوي. د هیواد لوی څارنوال په ډاګه کړه چې غواړو د افغانستان خلکو ته دا پیغام ورسوو چې په هیواد کې قانون ماتونې او زور ویلو ته به اجازه ورنکړو.  

د لوی څارنوالۍ عالي شورا غونډې په پای کې هغه مډالونه کوم چې د جمهوري ریاست عالي مقام له لوري د دغې ادارې نظامي څانګې دوه کارکوونکو ته په پام کې نیول شوي و، وروسپارل شو. دغه مډالونه د زمري ۲۸ مې زموږ د خوږ  هیواد آزادۍ کلیزې په مناسبت هر یو دګر جنرال فضل کریم سادات او تورن جنرال محمد قایم قایم ته د جمهوري ریاست عالي مقام فرمان له مخې په پام کې نیول شوي و. 

"

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS