لویې څارنوالۍ عالي شورا غړو لپاره د ستراتیژک پلان جوړنې ورکشاپ پیل شو

hdsadmin
Sun, Sep 25 2016 8:39 AM
ago

 

د لویې څارنوالۍ عالي شورا غړو لپاره د ستراتیژک پلان جوړنې دوه ورځنی  ورکشاپ د حقوقو پراختیا نړیوال سازمان له خوا د کابل په سرینا هوتل کښې دایر شو. په دغه ورکشاپ کښې د افغانستان لوی  څارنوال، مرستیالانو او د لویې  څارنوالۍ مرکزي رئیسانو ګډون کړی و.

په افغانستان کښې د حقوقو پراختیا نړیوال سازمان رییسه، آغلې "جینیت راین" چې د پروګرام پیل کوونکې وه په خپلو خبرو کښې داسې وویل: "په دې وروستیو څو میاشتو کښې مونږ د یو پروګرام د پیلولو لپاره د لویې  څارنوالۍ، سترې محکمې او عدلیې وزارت چارواکو سره خبرې اترې کړې. اوس مونږ موقع پیدا کړه چې د لویې  څارنوالۍ عالي شورا غړو لپاره (چې په دغه اداره کښې پریکړه کوونکي مرجع ده) د ستراتیژک پلان جوړونې ورکشاپ په لاره واچوو. موږ به په دغه پروګرام کښې پر تخنیکي طرزالعملونو، د یو ستراتیژیک پلان جوړونې پر څرنګوالي  او پلي کولو یې تمرکز وکړو. هیله منه یم چې دغه پروګرام د خپلو نظریاتو شریکولو او د یو بل نه د زده کړې یو ښه فرصت واوسي. "

ښاغلي څارنپوه محمد فرید حمیدي د حقوقو پراختیا نړیوال سازمان همکاریو څخه مننه وکړه او په لویه  څارنوالۍ کښې د دغه پروګرام پیلول یې د وړتیاوو لوړولو لپاره یو فرصت وباله او په خپلو خبرو کښې یې وویل: "چې زمونږ دغه پروګرامونه به د نورو ادارو سره هیواد په دننه او دباندې دوام پیدا کړي."

د ښاغلي حمیدي په وینا د دغه پروګرامونو په لاره اچول په دې معنا ندی  چې په لوی  څارنوالۍ کښې وړتیا شتون نلري. خو په حقيقت کې دا ډول پروګرامونه  د يو دقيق او عملي پلان جوړونې لپاره د فرصتونو نه ګټه پورته کول دي.‍ ښاغلي حمیدي زیاته کړه: "مونږ د لوی  څارنوالۍ په عالي شورا پر میز ښه وړتیاوې لرو. همدارنګه سترې ستونزمنې جنایي قضیې په همدغه میز فیصله کیږي. د ستراتیژیک اصلاحاتو مشري زمونږ په غاړه ده . دغه پروګرامونه  مونږ سره مرسته کوي چې له یوې خوا د فرصتونو نه ګټه پورته کړو او له بلې خوا اوږد مهاله پروګرام او فکر ولرو."

که څه هم لوی  څارنوالۍ له دې نه مخکې هم د ستراتیژیک پلان جوړونې پروګرام درلود. دغه پروګرام په ۱۳۹۱ لمریز کال کښې د پنځه کالو لپاره طرح شوی و. خو د ځینو لاملونه له کبله دغه اوږد مهاله پروګرام په سمه او بشپړه توګه پلي نشو. ښاغلي حمیدي وویل: "د لوی  څارنوالۍ په مخکیني ستراتیژیک پلان جوړونې پروګرام کښې د ټولنې ځینې حقایق په نظر کښې نیول شوي نه و. همدارنګه د دې پروګرام د پلي کولو لپاره لازمې اسانتیاوې، امکانات او شرایط شتون نه درلود. دغه ورکشاپ مونږ ته دا وړتیا راکوي چې د خپلو وړتیاوو او اسانتیاوو ته په پاملرنې سره د ستراتیژیک پلان جوړونې پروګرام د تطبیق وړ وګرځوو." 

د ښاغلي حمیدي په وینا، د لویې څارنوالۍ د مسوولیتونو څخه یو مهم یې د دولتي پالیسیو پیاوړي کول دي. لویه  څارنوالي باید له دې وروسته په عامه پالیسیو کښې په فعاله توګه عمل وکړي. او په دې اړه یې وویل: "که څه هم مونږ یوه غیر سیاسي اداره یو؛ خو په عادلانه پالیسیو او هغو تګلارو کښې چې په افغانستان کښې د قانون حاکمیت او عدالت خپریدو کښې مرسته کوي، ګډون وکړو. مونږ هره ورځ له قوانینو سره سروکار لرو. د قوانینو ضعیفه او قوي نقطې د یو څارنوال نه پرته بل چا ته زیاتې څرګندي  ندي. مونږ باید د قوانینو خالیګاوې او نیمګړتیاوې حل کړو."

د حقوقو پراختیا نړیوال سازمان د لویې  څارنوالۍ یو مهم همکار بلل کیږي. دغه اداره له څو کلونو راهیسې د وړتیاوو لوړولو په لړ کښې او  په تخنیکي امکاناتو کښې لویې  څارنوالۍ سره همکاري کوي. 

"

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS