د لویې څارنوالۍ او لوړو زده کړو وزارت تر منځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

hdsadmin
Tue, May 22 2018 3:51 PM
23

د دغه هوکړه لیک پر بنسټ، لوړو زده کړو وزارت د جزا او جرم پېژندنې او ادارې او عامه پالیسۍ څانګو کې د لویې څارنوالۍ کارکوونکو ته په کابل پوهنتون کې د ماسټرۍ زمینه برابروي. په دغه پروګرام کې چې د ۱۳۹۷ کال د غویې پر لومړۍ په لوړو زده کړو وزارت کې جوړ شو، د هېواد لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي، د لوړو زده کړو وزیر پوهنمل ډاکتر نجیب الله خواجه عمري، د لویې څارنوالۍ مرستیالانو او ځینو رئیسانو، د لوړو زده کړو وزارت مرستیالانو، رئیسانو او د کابل پوهنتون د رهبرۍ پلاوي پکې ګډون کړی و.

د هېواد لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي د لوړو زده کړو وزارت او کابل پوهنتون د همکاریو څخه په مننې سره وویل: «دغه اداره د عدالت ټینګښت او قانون حاکمیت په موخه د مسلکي کدرونو روزنې ته زیات ارزښت ورکوي؛ ځکه د عدالت ټینګښت له علم او انصاف پرته ممکن نه دی.»

د ښاغلي حمیدي پر باور، خلکو ته د خدمت او په هېواد کې د قانون حاکمیت او د عدالت ټینګښت په موخه، د څارنوالانو مسلکي ظرفیت لوړونه، وړتیا او انګیزه ډېر ارزښت لري، هغوی د مسلکي زده کړو او تجربو له مخې د قانون روح او ماهیت په ښه ډول درک او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د قوانینو پر بنسټ د اساسي ارزښتونو په رڼا کې چې لویه څارنوالۍ ورته ژمنه ده حرکت کوي.

د هېواد لوی څارنوال د خپلو خبرو په تړاو زیاته کړه: «دا پروګرام په ولایتونو کې د لویې څارنوالۍ پر کارکوونکو تمرکز کوي، چې د لويې څارنوالۍ په لګښت کابل ته راشي او د درسونو تر زده کړې وروسته به د دوی له ظرفیت او پوهې څخه استفاده وشي.»

له بلې خوا د لوړو زده کړو وزارت وزیر پوهنمل ډاکتر نجیب الله خواجه عمري، د اړوندو ادارو کارکوونکو او ځوانانو د ظرفیت لوړونې په اړه د یاد شوي وزارت د بشپړ چمتوالي خبر ورکړ. د نوموړي پر خبره، د لوړو زده کړو وزارت، د امکاناتو او نورو بنسټونو د همکاریو په نظر کې نیولو سره ځوانانو او د یادې شوې ادارې کارکوونکو ته د علمي ظرفیت لوړونې زمینه برابروي. نوموړي زیاته کړه: «د عدلي برخې پرمختګ د بشري او کاري ځواک په علمي او تخصصي وړتیاوو پورې تړلی دی.»

د دغه هوکړه لیک پر بنسټ د لوړو زده کړو وزارت به هر کال د لویې څارنوالۍ ۶۰ کارکوونکو ته د ماسټرۍ زمینه برابروي. یاد شوی هوکړه لیک د څلورو کلونو لپاره اعتبار لري او د دوه اړخیزه هوکړې له مخې تمدید کیدای هم شي. د دغه هوکړه لیک له مخې، د یاد شوي پروګرام ۷۵ سلنه لګښت د لویې څارنوالۍ لخوا او ۲۵ سلنه به پخپله د محصل له خوا ورکول کیږي.    

 

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS