د لویې څارنوالۍ او د اوبو او برېښنا وزارت تر منځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

ago_admin
Wed, Jan 30 2019 11:56 AM
tafahm

دا هوکړه لیک د لویې څارنوالۍ او د اوبو او برېښنا وزارت تر منځ د (روښنایۍ پروګرام) تر نامه لاندې د ۱۳۹۷ کال د سلواغې پر اتمه د لویې څارنوالۍ د مالي او اداري چارو مرستیالۍ د غونډو په تالار کې لاسلیک شو.

په دغه پروګرام کې د لویې څارنوالۍ مالي او اداري مرستیال وحیدالدین ارغون، د اوبو او برېښنا وزارت د برېښنا د پالسیو د طرحې رئیسې ملالۍ بارکزۍ، د لویې څارنوالۍ د مالي او اداري چارو عمومي رئیس سید فرید حسنیار، د خدماتو رئیس محمد آصف فیاض او د دغې ادارې ځینو نورو کارکوونکو ګډون کړی و.

دغه هوکړه لیک په لویه څارنوالۍ کې د معمولي ګروپونو پر ځای د کم لګښته ګروپونو د کارېدنې په موخه لاسلیک شوی دی. په دغه پروګرام کې د لویې څارنوالۍ د مالي او اداري چارو مرستیال وویل، چې دغه هوکړه لیک په دولتي ادارو کې د برېښنا د لګښت کمولو په موخه لاسلیکیږي.

د ښاغلي ارغون په خبره، د برېښنا کم لګښت د دولت اقتصاد پیاوړی کوي. نوموړي د خپلو خبرو په دوام سره وویل: «لویې څارنوالۍ دوه کاله وړاندې د زیات لګښته ګروپونو پر ځای د کم لګښته ګروپونو د کارولو کار پیل کړ، چې دغه چاره به له هېوادوالو سره برېښنا ته د لاسرسي په برخه کې مرسته وکړي.»

د نوموړي په خبره، لویه څارنوالي به د یاد شوي پروګرام له تطبیق مخکې او وروسته خپل د برېښنا د لګښت د شپږ دوریي بل کاپي په محرمه بکسه کې د اوبو او برېښنا وزارت ته واستوي. نوموړي همداراز ټينګار وکړ، چې لویه څارنوالي د دغه پروژې د پلي کولو په موخه د اوبو او برېښنا وزارت او پلي کوونکي شرکت سره همکاره ده.

له بلې خوا ملالۍ بارکزۍ په دغه پروګرام کې وویل، چې د اوبو او برېښنا وزارت اصلي موخه خلکو ته په ښه توګه د برېښنا رسول دي. د نوموړې په خبره، د برېښنا کم لګښت د برېښنا د ښه مدیریت غوره لاره ده. اغلې بارکزۍ زیاته کړه، د دغې پروژې په پلي کولو سره د برېښنا د زیات لګښت مخنیوی کېږي او همداراز د یادې پروژې په واسطه کولای شو د ادارو او ځینو سیمو برېښنايي ستونزې حل کړو.

د روښنایۍ پروګرام (د معمولي ګروپونو بدلول په کم لګښته ګروپونو) د اوبو او برېښنا وزارت، په بنسټیزو چارو کې د جمهوري ریاست د ارشد مشاوریت او د افغانستان د برېښنا شرکت له خوا ترتیب او د هېواد د اقتصادي عالي شورا له خوا تائید او منظور شوی دی.

دغه پروګرام درې فازه لري، چې لومړی فاز یې په دولتي ادارو او د ښار د سړکونو د معمولي ګروپونو پر ځای د کم لګښته ګروپونو نصبول ګڼل کیږي.  

 

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS