د کاري ماهیت له مخې په حکومتي ادارو کې لویه څارنوالي؛ د انسان په وجود کې د زړه حیثیت لري

ago_admin
Mon, Apr 15 2019 1:57 PM
herat

دا خبره په مالي او اداري چارو کې د لوی څارنوال مرستیال او د هېواد غرب زون ته د استول شوي پلاوي رئیس وحیدالدین ارغون د هرات د استیناف محکمې له رئیس، د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي د مخینوي کمېسیون او ولایتي شورا له غړو سره د ناستې په ترڅ کې وکړه. دغه پلاوي د ۱۳۹۸ کال د وري پر ۲۵ د هرات ولایت د بندخونې، نظارتخونې او د ماشومانو د روزنې او اصلاح مرکز د لېدنې تر څنګ د ښځو په شمول اته بندیان له بند څخه ازاد کړل.

ښاغلي ارغون د هرات د استیناف محکمې له رئیس شمس الرحمن رئیس‏خیل سره په دغه ناسته کې د عدلي او قضایي ادارو په ځانګړې توګه د څارنوالۍ او محکمو تر منځ پر همکارۍ او همغږۍ ټینګار وکړ. ښاغلي ارغون زیاته کړه، چې د یادو همکاریو او هغږیو څخه د لویې څارنوالۍ موخه په هېواد کې د قانون واکمنول دي. د ښاغلي ارغون په باور د څارنوالۍ او محکمو تر منځ همکاري قانون واکمنوي او عدالت تأمینیږي. د لوی څارنوال مرستیال زیاته کړه، د هېواد په ځانګړې توګه د ولسوالیو په کچه باید د هېوادوالو د قضیو د حل په موخه جدي هڅه وشي، تر څو هر څوک په اسانۍ سره عدلي او قضايي ادارو ته مراجعه وکړای شي. د ښاغلي ارغون په خبره، دغې موخې ته یوازې د جدي او پرېکنده کړنو، د عدلي، قضايي او کشفي ادارو تر منځ د همغږۍ او د اداري فساد پر ضد د مبارزې له لارې رسېدلای شو.

herat

ښاغلي ارغون د هرات د استیناف محکمې له رئیس وغوښتل، چې د قضیو د بشپړولو لپاره محاکماتي بهیر لا چټک کړي. نوموړي ټینګار وکړ، چې په څارنوالۍ او محکمو کې دې په ګډه او همغږۍ د خلکو د ډاډ او باور د ترلاسه کولو لپاره هڅې وشي.

له بلې خوا د هرات د استیناف محکمې رئیس شمس الرحمن رئیس‏خیل د عدلي، قضایي او کشفي ادارو د ګډ کار د مثبتې پایلې او اغېز په اړه خبرې وکړې. نوموړي زیاته کړه، چې د قضیو په دقیق کشف سره په سمه توګه څېړنه کېږي او په سمه څېړنه سره عادلانه محاکمه صورت نیسي.

د ښاغلي رئیس‎خیل په خبره، د ملي وحدت حکومت په راتګ سره په عدلي او قضایي ادارو کې مثبت بدلونونه راغلي دي، خو بیا هم ځیني ستونزې او ننګونې شته. د نوموړي په خبره، په حکومتي ادارو کې د مادې امتیازاتو د کچې د ټیټوالي له امله مو شته کدرونو او ظرفیتونو له لاسه ورکړي دي. ښاغلي رحیمي د جومات او منبر له لارې د هېوادوالو د حقونو په اړه د عامه پوهاوي په برخه کې د حج او اوقافو وزارت پر مثبت اغېز هم ټینګار وکړ.

په ورته مهال کې لویدیځ زون ته استول شوي پلاوي د هرات ولایت د ولایتي شورا له غړو سره هم لیدنه وکړه. ښاغلي ارغون په دغه ناسته کې وویل، په ولایتونو کې د بېلابېلو ادارو، ملکي او مدني بنسټونو، قومي مشرانو او عالمانو سره د یاد پلاوي د لیدنو کتنو موخه دا ده، تر څو پر حکومت په ځانګړې توګه پر عدلي او قضایي ادارو د ډاډ او باور کچه لوړه شي. نوموړي د یاد ولایت په ولایتي شورا کې د خلکو استازو ته په اشارې سره وویل: «موږ دلته یو، تر څو د لویې څارنوالۍ د کارکوونکو د کړنو او لاسته راوړنو په اړه ستاسو نظرونه، وړاندیزونه او نیوکې واورو.» نوموړي زیاته کړه، د لویې څارنوالۍ رهبري تل د هېوادوالو د شکایتونو د اورېدو او د عدالت د تأمینولو په موخه له ولسي بنسټونو سره په کلکو او نه شلېدونکو اړیکو ټینګار کوي. د هرات د ولسونو استازو په یاده ناسته کې د دغه ولایت د شته ستونزو او ننګونو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې عدلي او قضایي بنسټونه د قانون په یو شان تطبیق او له اداري فساد سره په جدي مبارزې سره کولای شي، خلکو ته د ښې حکومتولۍ په اړه ډاډ ورکړي. د دوی په باور په لویه څارنوالۍ کې ځوانانو ته کاري فرصت برابرول او ظرفیت لوړونه، د قانون د تطبیقولو، عدالت تأمینولو، د اداري فساد پر ضد د مبارزې او محکمې ته د مجرمینو د کشکولو په برخه کې یو ښه زېری دی.

nemayendah mardom

د هرات په ولایتي شورا کې د خلکو استازي باور لري، چې د یادې ادارې له کارکوونکو څخه خپله د لویې څارنوالۍ دوامداره څار د خلکو هېلې را ژوندی کوي.

د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي د مخنیوي کمېسیون سره ناسته، د ماشومانو د روزنې او اصلاح مرکز او بندخونې لیدنه، د بندیانو د ستونزو اوریدنه د یاد پلاوي له نورو کړنو څخه بلل کېږي.

د لوی څارنوال د مالي او اداري چارو مرستیال او د یاد پلاوي رئیس وحیدالدین ارغون د شکنجې د مخنیوي له کمېسیون سره، په لویه څارنوالۍ کې د ښځو د ونډې او د جنډر د رعایتونې په اړه هم خبرې وکړې. ښاغلي ارغون زیاته کړه، د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي د مخنیوي پر آمریتونو سربېره د هېواد په څلورو زونونو کې د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي د مخنیوي استیناف آمریتونه هم شته او په دې برخو کې عملا څارنوالانې کار کوي. نوموړي وویل، چې د لویې څارنوالۍ د ۱۳۹۸ کال په تشکیل کې د ټولو ولایتونو لپاره د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي د مخنیوي استیناف آمریتونه په پام کې نیول شوي او دا به د ښځو د حقونو د دفاع او د دوی پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په مبارزه کې یو ښه زېری وي.

herat

د هرات د استیناف څارنوالۍ د بېلابېلو برخو د کارکوونکو لیدنه، د چارو د ښه والي په موخه د ستونزو، نېوکو او وړانديز اورېدنه د هېواد لودیځ زون ته د یاد پلاوي د دویمې ورځې لاسته راوړنې وې.

یاد پلاوي د هرات بندخونې د بیالیدنې پر مهال اته بندیان چې پنځه یې ښځې وې له بند څخه ازاد کړل. د یاد پلاوي د ارزونې پر بنسټ، یادې پنځه بندیانې د مارچ د اتمې (د ښځې د نړیوالي ورځې) په مناسبت د جمهوري ریاست د صادر شوي فرمان له مخې د بښنې وړ وګڼل شوې او له بند څخه ازادې شوې او پاتې درې بندیان هم د بند مودې د بشپړولو پر اساس له بند څخه ازاد شول.

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS