د کاري ماهیت له مخې په حکومتي ادارو کې لویه څارنوالي؛ د انسان په وجود کې د زړه حیثیت لري
دا خبره په مالي او اداري چارو کې د لوی څارنوال مرستیال او د هېواد غرب زون ته د استول شوي پلاوي رئیس وحیدالدین ارغون د هرات د استیناف محکمې له رئیس، د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي د مخینوي کمېسیون او ولایتي شورا له غړو سره د ناستې په ترڅ کې وکړه. دغه پلاوي د ۱۳۹۸ کال د وري پر ۲۵ د هرات ولایت د بندخونې، نظارتخونې او د ماشومانو د روزنې او اصلاح مرکز د لېدنې تر څنګ د ښځو په شمول اته بندیان له بند څخه ازاد کړل.
ښاغلي ارغون د هرات د استیناف محکمې له رئیس شمس الرحمن رئیسخیل سره په دغه ناسته کې د عدلي او قضایي ادارو په ځانګړې توګه د څارنوالۍ او محکمو تر منځ پر همکارۍ او همغږۍ ټینګار وکړ. ښاغلي ارغون زیاته کړه، چې د یادو همکاریو او هغږیو څخه د لویې څارنوالۍ موخه په هېواد کې د قانون واکمنول دي. د ښاغلي ارغون په باور د څارنوالۍ او محکمو تر منځ همکاري قانون واکمنوي او عدالت تأمینیږي. د لوی څارنوال مرستیال زیاته کړه، د هېواد په ځانګړې توګه د ولسوالیو په کچه باید د هېوادوالو د قضیو د حل په موخه جدي هڅه وشي، تر څو هر څوک په اسانۍ سره عدلي او قضايي ادارو ته مراجعه وکړای شي. د ښاغلي ارغون په خبره، دغې موخې ته یوازې د جدي او پرېکنده کړنو، د عدلي، قضايي او کشفي ادارو تر منځ د همغږۍ او د اداري فساد پر ضد د مبارزې له لارې رسېدلای شو.
ښاغلي ارغون د هرات د استیناف محکمې له رئیس وغوښتل، چې د قضیو د بشپړولو لپاره محاکماتي بهیر لا چټک کړي. نوموړي ټینګار وکړ، چې په څارنوالۍ او محکمو کې دې په ګډه او همغږۍ د خلکو د ډاډ او باور د ترلاسه کولو لپاره هڅې وشي.
له بلې خوا د هرات د استیناف محکمې رئیس شمس الرحمن رئیسخیل د عدلي، قضایي او کشفي ادارو د ګډ کار د مثبتې پایلې او اغېز په اړه خبرې وکړې. نوموړي زیاته کړه، چې د قضیو په دقیق کشف سره په سمه توګه څېړنه کېږي او په سمه څېړنه سره عادلانه محاکمه صورت نیسي.
د ښاغلي رئیسخیل په خبره، د ملي وحدت حکومت په راتګ سره په عدلي او قضایي ادارو کې مثبت بدلونونه راغلي دي، خو بیا هم ځیني ستونزې او ننګونې شته. د نوموړي په خبره، په حکومتي ادارو کې د مادې امتیازاتو د کچې د ټیټوالي له امله مو شته کدرونو او ظرفیتونو له لاسه ورکړي دي. ښاغلي رحیمي د جومات او منبر له لارې د هېوادوالو د حقونو په اړه د عامه پوهاوي په برخه کې د حج او اوقافو وزارت پر مثبت اغېز هم ټینګار وکړ.
په ورته مهال کې لویدیځ زون ته استول شوي پلاوي د هرات ولایت د ولایتي شورا له غړو سره هم لیدنه وکړه. ښاغلي ارغون په دغه ناسته کې وویل، په ولایتونو کې د بېلابېلو ادارو، ملکي او مدني بنسټونو، قومي مشرانو او عالمانو سره د یاد پلاوي د لیدنو کتنو موخه دا ده، تر څو پر حکومت په ځانګړې توګه پر عدلي او قضایي ادارو د ډاډ او باور کچه لوړه شي. نوموړي د یاد ولایت په ولایتي شورا کې د خلکو استازو ته په اشارې سره وویل: «موږ دلته یو، تر څو د لویې څارنوالۍ د کارکوونکو د کړنو او لاسته راوړنو په اړه ستاسو نظرونه، وړاندیزونه او نیوکې واورو.» نوموړي زیاته کړه، د لویې څارنوالۍ رهبري تل د هېوادوالو د شکایتونو د اورېدو او د عدالت د تأمینولو په موخه له ولسي بنسټونو سره په کلکو او نه شلېدونکو اړیکو ټینګار کوي. د هرات د ولسونو استازو په یاده ناسته کې د دغه ولایت د شته ستونزو او ننګونو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې عدلي او قضایي بنسټونه د قانون په یو شان تطبیق او له اداري فساد سره په جدي مبارزې سره کولای شي، خلکو ته د ښې حکومتولۍ په اړه ډاډ ورکړي. د دوی په باور په لویه څارنوالۍ کې ځوانانو ته کاري فرصت برابرول او ظرفیت لوړونه، د قانون د تطبیقولو، عدالت تأمینولو، د اداري فساد پر ضد د مبارزې او محکمې ته د مجرمینو د کشکولو په برخه کې یو ښه زېری دی.
د هرات په ولایتي شورا کې د خلکو استازي باور لري، چې د یادې ادارې له کارکوونکو څخه خپله د لویې څارنوالۍ دوامداره څار د خلکو هېلې را ژوندی کوي.
د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي د مخنیوي کمېسیون سره ناسته، د ماشومانو د روزنې او اصلاح مرکز او بندخونې لیدنه، د بندیانو د ستونزو اوریدنه د یاد پلاوي له نورو کړنو څخه بلل کېږي.
د لوی څارنوال د مالي او اداري چارو مرستیال او د یاد پلاوي رئیس وحیدالدین ارغون د شکنجې د مخنیوي له کمېسیون سره، په لویه څارنوالۍ کې د ښځو د ونډې او د جنډر د رعایتونې په اړه هم خبرې وکړې. ښاغلي ارغون زیاته کړه، د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي د مخنیوي پر آمریتونو سربېره د هېواد په څلورو زونونو کې د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي د مخنیوي استیناف آمریتونه هم شته او په دې برخو کې عملا څارنوالانې کار کوي. نوموړي وویل، چې د لویې څارنوالۍ د ۱۳۹۸ کال په تشکیل کې د ټولو ولایتونو لپاره د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي د مخنیوي استیناف آمریتونه په پام کې نیول شوي او دا به د ښځو د حقونو د دفاع او د دوی پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په مبارزه کې یو ښه زېری وي.

د هرات د استیناف څارنوالۍ د بېلابېلو برخو د کارکوونکو لیدنه، د چارو د ښه والي په موخه د ستونزو، نېوکو او وړانديز اورېدنه د هېواد لودیځ زون ته د یاد پلاوي د دویمې ورځې لاسته راوړنې وې.
یاد پلاوي د هرات بندخونې د بیالیدنې پر مهال اته بندیان چې پنځه یې ښځې وې له بند څخه ازاد کړل. د یاد پلاوي د ارزونې پر بنسټ، یادې پنځه بندیانې د مارچ د اتمې (د ښځې د نړیوالي ورځې) په مناسبت د جمهوري ریاست د صادر شوي فرمان له مخې د بښنې وړ وګڼل شوې او له بند څخه ازادې شوې او پاتې درې بندیان هم د بند مودې د بشپړولو پر اساس له بند څخه ازاد شول.
