د ممنوع الخروج کسانو د ډېټابیس جوړولو په هکله ګډه ناسته وشوه

ago_admin
Mon, Sep 14 2020 4:08 PM
تنفیذ احکام

دغه ناسته د احکامو پر تنفیذ او د حبس و حجز د بدیل څارنوالۍ عمومي رئیس څارنمل محمداسعد ساپي په مشرۍ د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر رئیس سیدعمر صبور، د بهرنیو چارو وزارت د قونسلۍ ریاست، د کورنیو چارو وزارت سرحدي ریاست او د پاسپورټ ریاست مرستیالانو، د وګړو د احوال د ثبت او د احصاییه ادارې مسؤولانو، د لویې څارنوالۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو او د معلوماتي تکنالوژۍ رئیسانو  په ګډون، د ۱۳۹۹ لمریز کال د وږي په درویشتمه وشوه.

د احکامو پر تنفیذ او د حبس و حجز د بدیل څارنوالۍ عمومي رئيس څارنمل محمداسعد ساپي، په دغې ناسته کې د ادارو تر منځ پر همغږۍ ټينګار وکړ او زیاته یې کړه: «د قانون د تطبیق په برخه کې د ادارو همغږي اغېزناکه ده او همدارنګه لویه څارنوالي د خلکو حقوقي او ټولنیزې ازادۍ ته متعهده ده.»

تنفیذ احکام

ښاغلي ساپي د هغو کسانو چې د ممنوع الخروجۍ حکم یې صادر شوی، د دېټابس پر جوړولو ټينګار وکړ او دا یې د ټولو اړوندو ادارو مکلفیت وګاڼه. نوموړي له اداري فساد سره د مبارزې ځانګړي سکرتریت ته، چې د ۱۳۹۸ لمریز کال کې یې د اداري فساد پر ضد استراتېژۍ د بیا ارزونې په موخه د جمهوري ریاست ارګ کې ناسته کړې وه، اشاره وکړه او زیاته یې کړه، چې لویه څارنوالي د دغې ستراتيژۍ له مخې د ممنوع الخروجۍ مسوولیت لري او همداراز د دغې ستراتیژۍ په ۱۴۱ شاخص کې د ممنوع الخروج کسانو د پرواز مخنیوي په موخه پر ګډ ډیټابیس ټینګار شوی دی.

د دغې ناستې غړو د اړوندو ادارو تر منځ د ګډ ډېټابیس پر اړتیا او اهمیت هراړخیز تخنیکي بحث او وړاندیزونه ورکړل او پرېکړه یې وکړه، هغه کسان چې د ممنوع الخروجۍ حکم یې صادر شوی وي، د هغو د ثبت په موخه دې ګډ ډېټابیس جوړ شي. همدا راز پرېکړه وشوه، چې تخنیکي کمیټه دې د لویې څارنوالۍ، د احصاییې ملي ادارې، د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر، سرحدي پولیس او د پاسپورت ریاست استازي دې په دې برخه کې عملي کار شروع کړي.

تنفیذ احکام

د یادونې وړ ده، چې د ۱۳۹۸ لمریز کال کې له اداري فساد سره د مبارزې ځانګړي سکرتریت د جمهوري ریاست په ارګ کې له اداري فساد سره د مبارزې ستراتیژۍ د ارزونې په موخه ناسته وکړه. په دې ناسته کې له اداري فساد سره د مبارزې ستراتیژۍ په نویو شاخصونو، چې د درېیو کلونو لپاره تدوین شوي وو، خبرې وشوې. د دغې ستراتیژۍ ټول ۲۲۹ شاخصونه (بنچمارکه) له اداري فساد سره د مبارزې ځانګړي سکرتریت له خوا طرح او د ۱۳۹۹ مالي کال، له اداري فساد سره د مبارزې د کړنو پلان کې ورزیات شول.

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS