لویه څارنوالي کې د وړکتون ښوونکو ته د ماشومانو د ښې روزنې غونډه وشوه

ago_admin
Wed, Sep 30 2020 5:09 PM
جندر

دا غونډه د بشري سرچینو د پراختیا عمومي رئیس محمد ناصر همت، د لویې څارنوالۍ د مېرمنو د ملاتړ رئیسې  لیدا حیدري، د هېواد د وړکتونونو عمومي رئیسې حوریه سردارزاده او د لویې څارنوالۍ د وړکتون د ښوونکو په ګډون د ۱۳۹۹ لمریز کال د تلې پر نهمه د دغې ادارې د مسلکي زده کړو په انستیتیوت کې دایره شوه.

د لویې څارنوالۍ د بشري سرچینو د پراختیا عمومي رئيس محمد ناصر همت وویل:  «تر ښوونځي مخکې تعلیمات د ماشومانو په شخصیت او ژوند کې مهم رول لري او تر ښوونځي مخکې د ماشومانو په روزنې سره یوه سوکاله ټولنه درلودلی شو.»

gender

د نوموړي په وینا، د هېواد په ډېرو سیمو کې ماشومان وړکتون ته لاسرسی نه لري او له اووه کلنۍ تر لس کلنیو پورې ماشومان نېغ په نېغ ښوونځي کې شاملېږي او دا مسأله ماشومانو او ښوونکو ته یوه ستونزه بللی شو. د ښاغلي همت په باور، د وړکتونونو ایجاد او له ښوونځي مخکې په وړکتون کې د ماشومانو شاملول په ښوونځي کې له نظم راوستلو سره مرسته کوي.

د لویې څارنوالۍ د بشري سرچینو عمومي رئیس زیاته کړه، که څه هم لویه څارنوالي د کابل په بېلابېلو سیمو کې دفترونه لري؛ خو یوازې په شهرنو او دارالامان دفترونو کې وړکتونونه لري، چې دغې ستونزې د کوچنیو ماشومانو میندو ته دنده او کار ستونزمن کی دی. د ښاغلي همت په وینا، په هره اداره کې د وړکتونونو شتون اړینه چاره ده او د هغو میندو له فکري ارامتیا سره مرسته کوي، چې په اداره کار کوي. نوموړي د هېواد د وړکتونونو له عمومي رئیسې وغوښتل، چې د لویې څارنوالۍ په مرکزي دفترونو او ولایتونو کې وړکتونونه جوړ کړي.

له بلې خوا د لویې څارنوالۍ د مېرمنو د ملاتړ رئیسې لیدا حیدري د هېواد د وړکتونونو له عمومي ریاست څخه د دې غونډې د ترسراوي له امله مننه وکړه او له دغه ریاست څخه يې وغوښتل، د روزنیزو پروګرامونو په ترسراوي سره دې د ماشومانو د ښې روزنې په برخه کې د ماشومانو میندو او د وړکتون مسؤولانو سره همکاري وکړي.

په همدې حال کې د هېواد د وړکتونونو عمومي رئیس حوریه سردارزاده وویل: «د کار او ټولنیزو چارو وزارت کې د وړکتونونو د جوړولو مسأله د قانون او د لګښتونو له منابع سره سم ترسره کېږي او موږ د وړیا خدماتو مکلفیت نه لرو، کله چې مکتوب موږ ته راشي، د معیارونو له مخې وړکتون جوړوو.»

اغلې سردارزاده زیاته کړه، تر هغې چې وړکتونونو ته ۱۵ ماشومان او تر څنګ يې د شیدو خوړونکو اته ماشومان نه وي، وړکتون نه جوړېږي، نو له دې امله به د ارزونې او د ماشومانو د سروې له مخې د اړتیا پر مهال د هېواد په هره سیمه کې وړکتون جوړ کړي.

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS