لویه څارنوالي کې د وړکتون ښوونکو ته د ماشومانو د ښې روزنې غونډه وشوه

دا غونډه د بشري سرچینو د پراختیا عمومي رئیس محمد ناصر همت، د لویې څارنوالۍ د مېرمنو د ملاتړ رئیسې لیدا حیدري، د هېواد د وړکتونونو عمومي رئیسې حوریه سردارزاده او د لویې څارنوالۍ د وړکتون د ښوونکو په ګډون د ۱۳۹۹ لمریز کال د تلې پر نهمه د دغې ادارې د مسلکي زده کړو په انستیتیوت کې دایره شوه.
د لویې څارنوالۍ د بشري سرچینو د پراختیا عمومي رئيس محمد ناصر همت وویل: «تر ښوونځي مخکې تعلیمات د ماشومانو په شخصیت او ژوند کې مهم رول لري او تر ښوونځي مخکې د ماشومانو په روزنې سره یوه سوکاله ټولنه درلودلی شو.»
د نوموړي په وینا، د هېواد په ډېرو سیمو کې ماشومان وړکتون ته لاسرسی نه لري او له اووه کلنۍ تر لس کلنیو پورې ماشومان نېغ په نېغ ښوونځي کې شاملېږي او دا مسأله ماشومانو او ښوونکو ته یوه ستونزه بللی شو. د ښاغلي همت په باور، د وړکتونونو ایجاد او له ښوونځي مخکې په وړکتون کې د ماشومانو شاملول په ښوونځي کې له نظم راوستلو سره مرسته کوي.
د لویې څارنوالۍ د بشري سرچینو عمومي رئیس زیاته کړه، که څه هم لویه څارنوالي د کابل په بېلابېلو سیمو کې دفترونه لري؛ خو یوازې په شهرنو او دارالامان دفترونو کې وړکتونونه لري، چې دغې ستونزې د کوچنیو ماشومانو میندو ته دنده او کار ستونزمن کی دی. د ښاغلي همت په وینا، په هره اداره کې د وړکتونونو شتون اړینه چاره ده او د هغو میندو له فکري ارامتیا سره مرسته کوي، چې په اداره کار کوي. نوموړي د هېواد د وړکتونونو له عمومي رئیسې وغوښتل، چې د لویې څارنوالۍ په مرکزي دفترونو او ولایتونو کې وړکتونونه جوړ کړي.
له بلې خوا د لویې څارنوالۍ د مېرمنو د ملاتړ رئیسې لیدا حیدري د هېواد د وړکتونونو له عمومي ریاست څخه د دې غونډې د ترسراوي له امله مننه وکړه او له دغه ریاست څخه يې وغوښتل، د روزنیزو پروګرامونو په ترسراوي سره دې د ماشومانو د ښې روزنې په برخه کې د ماشومانو میندو او د وړکتون مسؤولانو سره همکاري وکړي.
په همدې حال کې د هېواد د وړکتونونو عمومي رئیس حوریه سردارزاده وویل: «د کار او ټولنیزو چارو وزارت کې د وړکتونونو د جوړولو مسأله د قانون او د لګښتونو له منابع سره سم ترسره کېږي او موږ د وړیا خدماتو مکلفیت نه لرو، کله چې مکتوب موږ ته راشي، د معیارونو له مخې وړکتون جوړوو.»
اغلې سردارزاده زیاته کړه، تر هغې چې وړکتونونو ته ۱۵ ماشومان او تر څنګ يې د شیدو خوړونکو اته ماشومان نه وي، وړکتون نه جوړېږي، نو له دې امله به د ارزونې او د ماشومانو د سروې له مخې د اړتیا پر مهال د هېواد په هره سیمه کې وړکتون جوړ کړي.