د جنډر او د ښځو د ځورونې د مخنیوي په هکله د پوهاوي پروګرام جوړ شو

ago_admin
Tue, Dec 08 2020 3:05 PM
gendar

د لويې څارنوالۍ د ښځو د ملاتړ ریاست د دغې ادارې ځینو کارکوونکو ته د جنډر، د ښځو د ځورونې د مخنیوي او بشري حقوقو د پوهاوي په هکله د ۱۳۹۹ لمریز کال د لیندۍ پر ۱۸، دوه ورځنی روزنیز پروګرام پيل کړ.

دا پروګرام د دغې ادارې له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز، له نشه يي توکو او مسکراتو سره د مبارزې څارنوالۍ او د کندهار د استیناف څارنوالۍ ځینو نارینه او ښځینه وو کارکوونکو ته جوړ شوی دی.

gendar

په دغه دوه ورځني پروګرام کې د جنډر، د جنډر عدالت، د ښځو د ځورونې مخنیوي، د بشري حقوقو د مفاهیمو او ورته ګڼو نورو موضوعاتو په هکله ګډونوالو ته روزنه ورکړل کېږي.

د لویې څارنوالۍ د ښځو د ملاتړ رئیسې لیدا حیدري د یاد شوي روزنیز پروګرام په پرانیسته کې د دغه پروګرام موخه د لويې څارنوالۍ د کارکوونکو ظرفیت لوړاوی وباله.

lida haidari

اغلې حیدري زیاته کړه: «موږ کوښښ کوو، چې په لویې څارنوالۍ کې د ښځینه کارکوونکو له زیاتوالي سره سره د دغې ادارې د ښځینه کارکوونکو ظرفیت لوړ او په ورته وخت کې ورته خوندي کاري چاپيریال رامنځته کړو.»

اغلې حیدري زیاته کړه، د ښځو د ځورونې د مخنیوي کمېټې د رامنځته کولو تر څنګ چې دغې ادارې جوړه کړې، خوندي کاري چاپيریال؛ د ښځو د ځورونې د مخنیوي پر مفاهیمو له پوهېدو او پليتابه سره رامنځته کېدای شي.

د ښځو د ملاتړ ریاست د غونډې له ګډونوالو وغوښتل، چې په دغه ټولګي کې فعاله ونډه واخلي او د مفاهیمو د تطبیق او پياوړتیا لپاره دې پوره پوره هڅه وکړي.

دا دوه ورځنی پروګرام د لويې څارنوالۍ د ښځو د ملاتړ ریاست له خوا د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام (UNDP) په تخنیکي مرستې جوړ شوی دی.

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS