د لویې څارنوالۍ، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې او نورو اړوندو همکارو ادارو ترمنځ د همغږۍ ناسته وشوه
دغه ناسته د بندیانو د ستونزو له منځه وړلو په موخه د ۱۳۹۹ لمریز کال د لیندۍ پر ۱۸ د لویې څارنوالۍ د عالي شورا د غونډو په تالار کې وشوه.
یاده ناسته د تحقیق په چارو کې د لویې څارنوالۍ مرستیال څارنمل فریداحمد غوري په مشرۍ د عدلیې وزارت د ټولنیزو چارو معینې ذکیه عادلي، د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ معین بشیر نورمل، د پوهنې وزارت د لیک لوست زده کړو معین سردارمحمد رحیمي او د عامې روغتیا، کورنیو چارو، کار او ټولنیزو چارو وزارتونو، د ملي امنیت ریاست، د یوناما دفتر، د بشري حقوقو کمیسیون، پر اساسي قانون د څار او تطبیق کمېسیون، د مدافع وکیلانو کمېسیون استازو او د لویې څارنوالۍ ځینو مرکزي رئیسانو حضور درلود.
ښاغلي غوري په دغې ناسته کې د لویې څارنوالۍ د عسکري برخې څارنوال پامیر شهادت د تأسف وړ وباله، د افغانانو د دښمنانو دغه وحشیانه پیښه یې وغندله او شهید څارنوال ته یې جنت او کورنۍ او دوستانو ته یې د جمیل صبر غوښتنه وکړه.
د تحقیق په چارو کې د لویې څارنوالۍ مرستیال په دغې ناسته کې وویل، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي د منظنونانو، تورنو، بندیانو او محجوزانو چې له ازادۍ د سلب په ځای کې دي، د بشري حقوقو په تأمین او همدارنګه د هغو چې د بند موده یې پای ته رسېدلې وي، ټینګار کوي. له ضرورت پرته او د قانون خلاف توقیفول (د محکوم بها د حبس څخه زیات وخت)، هغه جرمونه چې په زندانونو کې رامنځته کېږي او هغه دوسیو ته رسیدګی چې د التوا په حالت کې دي، له نورو مواردو وو، چې ښاغلي غوري پرې ټینګار وکړ. د ښاغلي غوري په باور، بندیانو ته په زندان کې ښه وضیعت او له بندیانو په ښه توګه ساتنه له هغو مواردو څخه دي، چې بندیان په ښه توګه وروسته له ازادېدو ټولنې ته وړاندې شي. په دغې ناسته کې د هغو بندیانو په هکله هم بحث وشو، چې د بند موده یې خلاصه شوي وي؛ خو رد مال او نقدي جریمې یې نه وي ورکړې، هم بحث وشو. د ناستې ګډونوالو ټينګار وکړ، چې یاد بندیان دې په معتبر ضمانت خوشې شي او له زندانه تر خوشې کېدو وروسته دې، رد مال او نقدي جریمې تحویل کړي.
همدارنګه په دې ناسته کې د هغو بهرنیو اتباعو په هکله چې په افغانستان کې بندیان دي او د بند موده یې پای ته رسېدلې؛ خو رد مال او نقدي جریمې یې نه وي تحویل کړې، هم بحث وشو. د غونډې ګډونوالو پرېکړه وکړه، په دې هکله دې د حکومت له لوړپوړو اړوندو ادارو چارواکو سره خبرې وشي، تر څو حللاره په دې هکله پیدا او د دغو بندیانو سرنوشت معلوم شي.
د صعب العلاجه بندیانو د سرنوشت معلومول او د بندیانو مالي تأدیات چې په زندان کې مړه کېږي، نور هغه موارد و، چې په دې ناسته کې پرې بحث وشو.
بندیانو ته د شخصیتي دوسیو جوړول بل بحث و، چې په ناسته کې پرې بحث وشو. د ناستې ګډونوالو په باور، بندیانو ته د شخصیتي دوسیو ترتیب د دې لامل کېږي، هغه جرمونه چې په زندان کې رامنځته کېږي، مخه یې ونیول شي تر څو په هره برخه لازم تدابیر ونیول شي.
په غونډه کې ټینګار وشو، هغه بندیان چې ګډوډي رامنځته کوي د اصلاح لپاره باید د خاصو تدابیرو لاندې ونیول شي او د ځینو اساسي حقوقو چې په زندان کې يې لري، بې برخې شي.
همدارنګه په ناسته کې پرېکړه وشوه، چې د لویې څارنوالۍ پر احکامو د تنفیذ څارنوالۍ رئیس دې د زندانونو د تنظیم ادارې سره د بښنې او بند مودې کمونې فرمانونو د ښه تطبیق په موخه پر یو طرزالعمل په ګډه کار وکړي او راتلونکې ناستې دې وړاندې کړي.
د نافذه قوانینو مطابق، هغو دوسیو ته چې د ملي امنیت له لوري بررسي کېږي، په منصفانه توګه په ټولو محاکماتي مرحلو کې د مدافع وکیل په شتون هم د غونډې ګډونوالو ټینګار وکړ.
په ناسته کې پرېکړه وشوه، چې په نظارت خونو او زندانونو کې څارنوالانو ته له تورنو او مظنونانو د تحقیق په موخه ځانګړې خونه وي.
د غونډې ګډونوالو په افغانستان کې د سلب ازادۍ ځایونو کې د شته ستونزو د له منځه وړلو په موخه هم خبرې وکړې او په دې برخه کې اړینې پرېکړې وکړې.
