د څرخي پله د توقیف خونې د محبوسینو ستونزې له نژدې بررسي او له هغوی سره لیدنه وشوه

Hussain_admin
Tue, Jun 29 2021 8:59 AM
ago

 

د لویې څارنوالۍ پلاوي د قضايي تعقیب چارو د مرستیال ډاکټر غلام حیدر علامه په مشرۍ، د ۱۴۰۰ لمریز کال د چنګاښ پر اوومه د زندانونو د چارو تنظیم ادارې په همغږۍ د کابل د توقیف خونو ریاست لیدنه وکړه. له دغه پلاوي سره د احکامو پر تنفیذ د نظارت څارنوالۍ او د کابل د زونونو د څارنوالیو رئيسانو او د تحقیق او تنقیذ پر احکامو د نظارت څارنوالانو هم ملتیا کوله.

د دې لیدنه موخه د کابل په توقیف خونه کې د محبوسینو، محجوزینو او مظنونینو ستونزو ته رسېدنه بلل شوې ده.

دا لیدنه د زندانونو چارو د تنظیم ادارې په همغږۍ، د لويې څارنوالۍ د هدایت پر اساس د هغو بندیانو د ستونزو د هواري په موخه شوې، چې په زندانونو کې بې برخلیکه پاتې دي.

د لويې څارنوالۍ د قضايي تعقیب چارو مرستیال د کابل د توقیف خونې د محبوسینو نسبتي دوسيې، سوابق او اسناد د زندانونو د چارو تنظیم ادارې د رااستول شوي نوملړ له مخې وارزول، چې په پایله کې مشخصه شوه، د ۶۹۰ توقیف شویو افرادو د نسبتي دوسیو طی مراحل هغوی ته ابلاغ شوي نه دي.

د لویې څارنوالۍ پلاوي له بندیانو سره تر خبرو اترو وروسته دا دنده پر غاړه واخیستله، چې ډېر ژر به د دوی د دوسیو د طی مراحل پایله د زندانونو د چارو تنظیم ادارې ته واستوي.

ښاغلي علامه له بندیانو سره په جداګانه لیدنه کې په مرکز او ولایتونو کې د بندیانو د ستونزو په ځانګړې توګه د بې برخلیکه بندیانو ستونزو د هواري لپاره د کمېټې په تړاو وویل، چې د دوی ستونزو او دوسیو ته به ژر تر ژره رسیدګي وشي.

د کابل په توقیف خونه کې د بې برخلیکه بندیانو د ستونزو هواري به هکله پرېکړه وشوه، چې د بندیانو د نسبتي دوسیو د رسیدګۍ په موخه دې اووه کمېټې جوړې او هره کمېټه دې د دغو محبوسینو د دوسیو د خلاوو او ستونزو په اړه خپل راپور اریه کړي، چې په تړاو يې قانوني پرېکړه وشي او دوسيې يې طی مراحل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د لويې څارنوالۍ سرپرست مرکزي او استیناف څارنوالیو ته هدایت ورکړی، چې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې په همغږۍ د بندیانو ستونزو د هواري په هکله په یوې اوونۍ کې لازم اقدامات ترسره او د اجرااتو په تړاو دې اطمینان ورکړل شي.

د لویې څارنوالۍ مشرتابه دا خپله دنده ګڼي، چې د بشري حقونو او د هېواد د اتباعو د حقوقو د تأمین لپاره د زندانو چارو د تنظیم ادارې سره دوامداره همکاري ولري.

Latest news

Sat, Oct 19 2024 9:26 AM
Background image

Two individuals acquitted of the charge of smuggling 41.375 kilograms of gold from Afghanistan to the United Arab Emirates.

Bashir Ahmad Siddiqi, son of Nasir Ahmad, and Mohammad Rafi Baha, son of Ghulam Bahauddin, who had been convicted of smuggling 41.375 kilograms of gold during the previous government,. . .

Wed, Feb 05 2020 10:26 AM
Background image

The Attorney General’s Office’s Press Release on Its Commitment to Access to information,

A number of Afghan press agencies expressed their discontent with Afghanistan government agencies and the Attorney General Office for not granting Media full access to information. . .

Mon, Dec 09 2019 9:02 AM
Background image

Attorney General: Humanitarian Culture and Respect for Humanity Is the Core of Our Activities

Saranpoh Mohammad Farid Hamidi, Attorney General of Islamic Republic of Afghanistan in a ceremony held for commemorating “International Day of Persons with Disabilities” said that the. . .

BACK TO NEWS