درې کسان له واک څخه د ناوړه ګټې اخېستنې او او تزویر په تور محاکمه شول
له اداري فساد سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز، یاد شمېر کسان له واکه د ناوړه ګټې اخېستنې او تزویر به تور، د ۱۳۹۸ کال د تلې پر نهمه په علني ډول محاکمه کړل.
د یاد مرکز په قضايي ناسته کې، د کورنیو چارو وزارت د ځانګړې قطعې مرستیال عبدالحمید حکیمي د عبدالقادر زوی، د حبیب عمران شرکت رئیس حبیب الرحمن د غلام علي زوی او د یاد شرکت مرستیال میرآقا د محمد رسول زوی محاکمه شول.
د یادې ناستې قضایي پلاوي، عبدالحمید حکیمي له واکه د ناوړه ګټې اخېستنې، په ۱۹ مواردو کې د تزویر، په ۴۰ مواردو کې له تزویري اسنادو په استفادې او دنده کې د غیابت له امله د رشوت په ورکړه کې د لاس لرلو په تور، د جزا کود د ۱۷، ۷۳، ۴۳۹، ۴۴۳ مادې لومړۍ فقرې او د یاد قانون د لومړۍ مادې لسمې فقرې په پام کې نیولو او د جزايي اجرااتو قانون د ۲۳۷ مادې په رعایتونې د جزا قانون د ۳۹، ۲۵۵ او د ۴۸ او ۲۸۵ مادو د دویمو فقرو له مخې، پر اووه کاله او شپږو میاشتو تنفیذي بند، ۵۰ زره نغدي جزا او د محکومینو د ضمانت لپاره د رشوت پیسو برابر (۸۰ زره امریکايي ډالرو) په ورکړه محکوم شو.
د یادې ناستې د قضايي پلاوي د پرېکړې پر بنسټ، حبیب الرحمن له واک څخه په ناوړه ګټه اخېستنه کې د لاس لرلو په تور، د جزا کود د ۱۷ او ۱۴ مادې لومړۍ فقرې په پام کې نیولو سره د جزا قانون د ۳۹ او ۲۵۸ مادې دویمې فقرې د صراحت او میرآقا په ۲۰ مواردو کې د تزویر او له واک څخه په ناوړه ګټه اخېستنه کې د لاس لرلو په تور، د جزا کود د ۱۷، ۷۳ او ۴۳۹ مادې له مخې، په پنځو پنځو کالو بند محکوم شول.
همداراز د یادې محکمې قضایي پلاوي، د جزا کود د ۱۴ مادې پر بنسټ د دغې قضیې له تورنو کسانو څخه د ضمانت په توګه د ۲۴۹ میلیونه و ۲۶۶ زره او ۵۳۳ افغانیو د راګرځونې په اړه حکم ورکړ.
