دوشنبه؛ له خلکو سره د لوی څارنوال مخامخ لیدنه

hdsadmin
جمعه ۱۳۹۷/۳/۴ - ۱۵:۵۱
16

د هېواد لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي د ۱۳۹۷ کال د غويي پر ۳۱ له ۹۱ هېوادوالو سره چې ۵۱ نارینه او ۴۰ مېرمنې وې، په خپل کاري دفتر کې مخامخ ولیدل. د هېواد لوی څارنوال د نوموړو هېوادوالو ستونزې چې د لویې څارنوالۍ اړوند وې، واورېدې او په اړه يې لازمې پرېکړې وکړې.

د دغو ستونزو له ډلې ډېری ستونزې پر جعل او تزویر، سرقت، فرېبکارۍ او له ښځو سره پر تاوتریخوالي راڅرخېدې.

سربېره پر دې لوی څارنوال پر دغه ورځ تر ۲۰۰ ډېرې عریضې احکام او ۵۰ هغه عریضې چې په لویې څارنوالۍ پورې یې تړاو نه درلود، اړوندو ارګانونو ته راجع کړې.

لوی څارنوال د هرې دوشنبې پر ورځ له هېوادوالو سره مخامخ ګوري او د لویې څارنوالۍ اړوند ستونزې يې اوري.

د یادونې وړ ده، چې لوی څارنوال په تېر کال کې تر اووه زرو زیاتو هېوادوالو سره مخامخ لیدلي، د دوی ستونزې يې اورېدلې او په اړه يې لازمې پرېکړې نیولې دي.

هېره دې نه وي، د ځینو ستونزو تفصیلي راپور په ډېر ژر خپور شي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS