د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون یو قراردادي کارکوونکی له څلورو نورو کسانو سره د فرېبکارۍ او د ۲۰ زرو امریکايي ډالرو رشوت په تور ونیول شو

Hussain_admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۳ - ۱۰:۸

دا پنځه کسان چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون یو کارکوونکی هم پکې راځي، د لویې څارنوالۍ د کنټرول او مراقبت څارنوالۍ عمومي ریاست له خوا د یاد شوي کمېسیون په همکارۍ د دوکې او د ۲۰ زرو امریکايي ډالرو رشوت غوښتلو په تور نیول شوي دي.

له یاد شوي کس څخه یوه هېوادوال شکایت کړی و، چې بیا د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون له خوا د کنټرول او مراقبت څارنوالۍ عمومي ریاست ته دا شکایت رارسېدلی و، چې دغه ریاست له یاد کمېسیون او کشفي بنسټونو سره په همغږۍ د دوی د نیول پلان ترتیب او تر مستند کولو وروسته مظنون کسان یو په بل پسې ونیول شول. د دغو مظنونانو وروستی کس چې د یاد کمېسیون قراردادي کارمن و، سه شبنه د کب پر ۱۹ ونیول شو.

د دغو پنځو کسانو دوسیه تر څېړنې لاندې ده او پایله به یې د تحقیقاتي پړاوونو تر بشپړولو وروسته له هېوادوالو سره شریکه شي.

له اداري فساد د مبارزې او د قانون د حاکمیت په برخه کې د هېوادوالو او د ادارو د مسؤولینو همکاري ګټور رول لري.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي، له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې ژمنتیا لري، دا اداره ټولې قضيې په پرې او خپلواکه توګه د اسنادو او شواهدو او همداراز د هېواد د نافذه قوانینو په رڼا کې څېړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS