د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي قضايي مرکز دوه کسان علني محاکمه کړل

hdsadmin
سه‌شنبه ۱۳۹۶/۷/۱۸ - ۱۶:۲۷
55

د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د کندهار د معروف ولسوالۍ مالي معتمد دویم څارن عبدالجلیل او تخنیکي معتمد ذبیح الله د روان کال د تلې پر ۱۸ په علني ډول محاکمه کړل.

عبدالجلیل د کندهار د معروف ولسوالۍ د منسوبانو په معاش او بدل اعاشه کې د ۱۳ میلیونو، 955 زره او 792 افغانیو اختلاس په جرم د جزا قانون د 158 مادې له مخې په شل کاله بند محکوم شو.

همداراز نوموړې محکمې عبدالجلیل د جزا قانون د ۲۷۳ مادې له مخې اړ وباله چې اختلاس کړې پیسې به بیرته دولت ته سپاري.

د دې محکمې قضايي پلاوي وویل، چې ۱۳ میلیونه، ۹۹۹ زره او ۲۰۰ افغانۍ دولت ته سپارل شوې دي او دا پيسې دې د پيسو د بیا سپارنې په توګه اجرا وړ وګرځي.

په ورته مهال کې ذبیح الله د کره دلایلو د نشتوالي له امله د محکمې له لوري برائت ترلاسه کړ.

د یادونې وړ ده، چې د اداري فساد له لویو جرمونو سره عدلي او قضايي محکمې د دې پيښې په تړاو د کندهار د معروف ولسوالۍ امنیه قومندان نادرخان او د دغې قومندانۍ کارکوونکی عبدالمتین د تعقیب وړ وبلل.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS