د اداري فساد پر ضد پرېکنده خو عادلانه مبارزه کوو

hdsadmin
چهارشنبه ۱۳۹۷/۵/۱۰ - ۱۵:۵۱
21

د هېواد لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي دا خبره د اداري فساد پر ضد د منبر غږ کنفرانس پر دویمه ورځ په ارګ کې وکړه.

د اداري فساد پر ضد د منبر غږ کنفرانس د لويې څارنوالۍ، ارشاد، حج او اوقاف وزارت او د افغانستان د علماوو شورا له خوا د ۱۳۹۷ کال زمري پر شپږمه او اوومه په انترکانتیننتال هوټل او ارګ کې ترسره شو.

په دغه کنفرانس کې جمهور رئيس محمد اشرف غني د اداري فساد په له منځه وړنه کې د علماوو رول خورا اغېزناک وباله. ښاغلي غني په دې اړه وویل: «د منبر له همغږۍ پرته د اداري فساد له منځه وړل ستونزمن دي او که له منبره د اداري فساد پر ضد غږ پورته شي، د دغې ښکارندې پر ضد به مبارزه لا اغېزناکه او ګړندۍ شي.»

جمهور رئیس له دیني علماوو وغوښتل، چې علما لکه څنګه د ټولنې د نورو ستونزو د حل په برخه کې يې غږ پورته کړی، دا ډول دې د اداري فساد له منځه وړنې په برخه کې هم غږ پورته کړي.

نوموړي ټینګار وکړ، د یوې محدودې ډلې له امله چې په اداري فساد کې ښکېله ده، د افغانستان د خلکو شهرت ته زیان اوښتی؛ خو د دغې ډلې پر ضد کلکه مبارزه روانه ده. ښاغلي غني زیاته کړه: «د اداري فساد پر ضد یوې پرېکندې ارادې ته اړتیا ده او د دغې ارادې په رامنځته کولو کې علما رغنده رول لري.»

د ملي یووالي حکومت اجرايي رئيس اداري فساد د حکومت د کمزورۍ او په هېواد کې د ناامنۍ لامل وګاڼه. نوموړی هیله څرګندوي او وايي: «د اداري فساد پر ضد مبارزه د ولس په ارادې پاڅېدلې او ولس پخپله له دغې ښکارندې سر ټکوي او هېواد يې زیانمن کړی دی.»

د ښاغلي عبدالله په وینا، د اداري فساد پر ضد مبارزه زموږ ملي او انساني دنده ده او په دې برخه کې د علماوو همکاري له حکومت سره مرسته کوي، چې د دغې پدیدې پر ضد په اغېزناکه توګه مبارزه وکړي.

لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي دغه کنفرانس ته په وینا کې وویل، چې د اداري فساد پر ضد مبارزه په دغه کنفرانس پای ته نه رسېږي؛ بلکې دا مبارزه مشارکتي ده او په دې برخه کې د خلکو په ځانګړې توګه د علماوو نظریات پوښتل کېږي.

نوموړي ټینګار وکړ: «د اداري فساد پر ضد مبارزه به پرېکنده خو عادلانه او منصفانه وي او په دغه مبارزه کې به د وګړو انساني کرامت او حقونو ته پوره درناوی کېږي.»

همداراز لوی څارنوال وویل، د یاد شوي کنفرانس راپور به تطبیق په موخه د قانون د حاکمیت او د اداري فساد پر ضد د مبارزې له عالي شورا سره د شریک کړي، چې د عمل جامه واغوندي.

بل پلو دیني عالم محمد ایاز نیازي د اداري فساد پر ضد د منبر پر مبارزې ټینګار وکړ او له حکومته يې وغوښتل، چې د منبر په ملاتړ ودرېږي.

د ښاغلي نیازي په باور، لومړی باید ملت اصلاح شي او د ملت د اصلاح لپار یوازې د دیني علماوو وعظ کافي نه دی؛ بلکې د قانون یوشان تطبیق هم اړین دی.

نوموړی تر رشوت اخیستونکي د رشوت ورکوونکي مخنیوی ګټوره ګڼي او په باور یې رشوت ورکوونکی د اداري فساد یو لوی لامل دی.

د یادونې وړ ده، چې د دغه کنفرانس په پای کې یو اته ماده ييزه پرېکړه لیک هم د علماوو له خوا وړاندې شو، چې په دغه پرېکړه لیک کې اداري فساد غندل شوی او ټینګار شوی، چې دولتي ادارې او دیني عالمان دې د اداري فساد په له منځه وړنه کې خپل مسؤولیتونه ادا کړي. په دغه پرېکړه کې د اداري فساد پر ضد د ښکېلو کسانو پر وړاندې د جدي، پرېکنده او قانوني چلن غوښتنه هم شوې ده.

 

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د ۸۰ زره لیټره تیلو په وړتیا د تیلو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د تیلو یو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره چې ورسره د دې ادارې یوه اړتیا په معیاري او بنسټيزه توګه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو او تیلو پر وارداتو بندیز ولګېد

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست او هېواد ته د بې کیفته تیلو له واردولو د مخنیوي کمېټې رییس محترم الحاج مولوي شمس‌الدین شریعتي یوي خبري ناستې ته ویلي چې هېواد ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۱۴:۳۹
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته تېلو، اوبلنو ګازو او نورو نفتي موادو له واردولو د مخنیوي لپاره د مؤظف پلاوي ناسته جوړه شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د سرپرست محترم مولوي شمس‌الدین شریعتي په مشرۍ ناسته د مؤظفې کمېټې د غړو په ګډون د امارتي ادارو او وزارتونو د معیننانو په حضور کې جوړه شوه. . .

BACK TO NEWS