د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ د ډاډګیرنې پیغام

ago_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۳/۸ - ۹:۵۳
ago

بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ

وَ بَشِّرِ الصَّابِرينَ أَلَّذينَ إِذا أَصابَتْهُمْ مُصيبَةٌ قالُوا إِنَّا لِلَّهِ وَ إِنَّا إِلَيْهِ راجِعُونَ

په ډېره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې وړمه شپه د ۱۳۹۸/۸/۳ د هلمند د عسکري څارنوالۍ رئیس خدای بخښلی اسدالله باوري، د زابل په شاه جوی ولسوالۍ کې په یوه تروریستي حمله کې په شهادت رسېدلی دی.

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د لویې څارنوالۍ رهبري، د دغه دردوونکې او غموونکې پېښې په اړه د شهید کورنۍ، خپلوانو او د هلمند شریفو او متدینو خلکو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوي او هغه ته د لوی خدای له دربار څخه مغفرت او کورنۍ او دوستانو ته یې د جمیل صبر هیله کوي.

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي یو ځل بیا ټينګار کوي، چې دا ډول ظالمانه کړنې د عدالت د تأمین او د قانون د حاکمیت په برخه کې د دغې ادارې په پرېکنده اراده کې یو کوچینی خنډ هم نشي جوړولای. د لویې څارنوالۍ کارکوونکي، په هر ډول شرایطو کې په ټینګ عزم او هوډ د افغانستان د عزتمندو او شریفو خلکو خدمت ته چمتو دي.

د لویې څارنوالۍ رهبرۍ د ورته انسانیت او شریعت خلافه حملو د غندنې تر څنګ، د یادې پېښې د جدي او قانوني څېړنې په موخه پلاوی ټاکلی دی. دغه پلاوي د یادې قضیې عاملین پېژندلي، چې د قانون منګولو ته به یې وسپاري.

په درناوي

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د لویې څارنوالي رهبري

۱۳۹۸ کال د چنګاښ اتمه، کابل- افغانستان  

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۲۱
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو «د دعوت او ارشاد نصاب د معاملاتو» د تدریس شوې برخې ازموینه واخیسته

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست نن شنبه د رمضان المبارک میاشتې پر ۱۸ (د کب ۱۶) د دغې ادارې له کارکوونکو څخه «د دعوت او ارشاد نصاب د. . .

BACK TO NEWS