د افغانستان د اسلامي جمهوریت لوی څارنوال د ماشومانو د روزنې او اصلاح مرکز څخه لیدنه وکړه

hdsadmin
شنبه ۱۳۹۷/۱۲/۲۶ - ۱۰:۵۱
4

د افغانستان د اسلامي جمهوریت لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي د محجوزانو وضعیت د څارنې په موخه د ماشومانو د روزنې او اصلاح مرکز څخه د ۱۳۹۶ کال د کب پر ۲۶ لیدنه وکړه.

په دغه لیدنه کې د ماشومانو سرغړونو ته د رسېدنې عمومي رئیس محمد داوود افضلي، د مقام دفتر رئیس بکتاش عزیزي، د لویې څارنوالۍ د احکامو پر تنفیذ د څارنې رئیس محمد اسعد ساپي او د څارنوالۍ د ځینو نورو اړوندو برخو مسؤولینو ګډون کړی و.

د هېواد لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي په دغه لیدنه کې اړوندو مسؤولینو ته هدایت وکړ، چې د بند د کمونې او بښنې فرمانونه پر خپل وخت پلي کړي.

په دغه لیدنه کې د ۱۳۹۷ کال تر راتګ مخکې د ځینو محجوزانو د دوسیو تر ارزونې وروسته د ۱۰ محجوزانو دوسیې د څېړلو په مرحله کې او ۷ نورو دوسیې د محکمې د پرېکړې پر اساس د قوي ضمانت په اخیستلو سره له حجزه ازاد شول.

همدارنګه د محکمو د پرېکړې له مخې، اته دوسیې په ابتدایي محکمه، ۱۴ دوسیې د استیناف په مرحله، ۲۳ دوسیې د تمیز په مرحله کې وې، تر څو د ۱۳۹۷ کال د غویي د اتمې فرمان چې د افغانستان د مجاهدینو د بریا په مناسبت صادرېږي، سرغړونکي ترې برخمن شي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۲۱
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو «د دعوت او ارشاد نصاب د معاملاتو» د تدریس شوې برخې ازموینه واخیسته

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست نن شنبه د رمضان المبارک میاشتې پر ۱۸ (د کب ۱۶) د دغې ادارې له کارکوونکو څخه «د دعوت او ارشاد نصاب د. . .

BACK TO NEWS