د برښنا شرکت درې کارکوونکي محاکمه شول

hdsadmin
سه‌شنبه ۱۳۹۶/۱۲/۲۲ - ۱۵:۵۱
2

د افغانستان برښنا شرکت درې کارکوونکي هر یو، د افغانستان برښنا شرکت د تهیې او تدارکاتو پخوانی آمر او د دې ریاست اوسنی مشاور، د تجارتې برخې کارکوونکی محمد حسیب او د دې ریاست په عملیاتي برخه کې د ارزونې پلاوی عبدالغفار د اداري فساد له لویو جرمو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز د ۱۳۹۶ کال د کب پر ۲۲ د غدر په جرم په علني ډول محاکمه کړل.

د یادې ناستې پلاوي نوموړي کسان د غدر په جرم د ۳۹۵ مادې د دويمې فقرې او د جزا کود د ۱۷، ۵۸ او ۲۱۵ مادو پر اساس په اتو میاشتو تنفیذي بند محکوم کړل.

د مؤظف څارنوال د دعوې پر اساس، نوموړي درې کسان د ۱۵ میلیونه، ۹۳۵ زره او ۵۰۰ افغانیو خسارې په جبرانولو دولت ته ورپېژندل شوي و؛ خو د قضا رئیس په خبره نوموړي تورن دولت ته د خسارې په جبرانولو مکلف نه دي.

د دغې ناستې قضایي پلاوي وویل، چې د افغانستان برښنا شرکت عملیاتي رئیس انجینر شکېب احمد نثار، د دغه شرکت عمومي رئیس عبدالرازق صمدي، د یاد شرکت مالي او اداري رئیس احمد شاه ساحل او د امید جلالیان شرکت مسؤول یوسف انوري، د معاینې پلاوی او داسې نور چې په دغه قضیه کې یې لاس درلود، باید د عدلي مرکز لخوا تعقیب شي.

دا په داسې حال کې ده، چې نوموړي تورن د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایی مرکز له خوا په ابتدایي محکمه کې په دوه دوه کاله تنفیذي بند محکوم شوي و.

 

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS