د جنډر، له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون او د بشري حقوقو د پوهاوي دوه ورځنی پروګرام وشو

Hussain_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۲۵ - ۱۰:۲۵
gender

د جنډر، له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون او د بشري حقوقو د پوهاوي دوه ورځنی پروګرام وشو

دغه پروګرام د لویې څارنوالۍ له ښځو د ملاتړ ریاست لخوا د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام(UNDP) په همکارۍ د د دغې ادارې د بېلابېلو ریاستونو ۲۱ کارکوونکو ته د ۱۳۹۹ لمریز کال د لیندۍ پر ۲۴ پیل شو.

د لویې څارنوالۍ له ښځو د ملاتړ رئیسې لیدا حیدري، د دغه پروګرام موخه د جنډر، له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون، د ښځو د ځورونې د مخنیوي کمیټې، جنډر ته د ځوابویونکې بودیجې د پوهاوي او دغې ادارې کې د ښځو عامې غوښتنې په ګوته کړه. نوموړې دغه پروګرام مهم وباله او زیاته یې کړه: «له پورتنیو موضوعاتو څخه د ګډونوالو د پوهاوۍ کچې لوړېدل، کولې شي په دغې ادارې کې ښځو ته ښه کاري فضا رامنځته کړي.»

اغلې حیدري جنډر ته د ځوابویونکې بودیجې، ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون او لویې څارنوالۍ کې د ښځو د ځورونې د مخنیوي کمېټې په هکله هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه، جنډر ته د ځوابویونکې بودیجې موخه د دغې ادارې ټولو برخو کې د ښځو بودیجوي اړتیاوې په پام کې نیسي. د نوموړې په خبره، هغه ښځينه کارکوونکې چې له ځورونې سره مخامېږي، کولی شي د دغې ادارې د ښځو د ځورونې د مخنیوي کمېټې ته مراجعه یا دې کمېټې کې خپل شکایت ثبت کړي، چې یاده کمېټه ورته رسیدګي وکړي.

د یادولو وړ ده، چې د لویې څارنوالۍ د ښځو د ملاتړ ریاست په مرکز او د ولایتونو د استیناف څارنوالیو کې د جنډر، له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون، د بشري حقوقو او د ښځو د ځورونې د مخنیوي کمېټې د پوهاوي په هکله بېلابېل روزنیز پروګرامونه جوړ کړي دي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS