د جنډر او د ښځو او ماشومانو د ځورونې د مخنیوي قانون د پوهاوي پروګرام ترسره شو

ago_admin
دوشنبه ۱۳۹۷/۱۰/۱۰ - ۱۵:۴۸
gendar

د لویې څارنوالۍ د جنډر ریاست د عدلي سکتور د ملاتړ پروګرام (JSSP) په ملاتړ د جنډر او د ښځو او ماشومانو د ځورونې د مخنیوي قانون د پوهاوي دوه ورځنی پروګرام د ۱۳۹۷ کال د مرغومي ۹ دایر کړ. په یاد شوي پروګرام کې د دغې ادارې ۴۰ کارکوونکو ګډون کړی و.

د یاد شوي پروګرام په پرانیسته کې د جنډر رئیسې لیدا حیدري وویل، چې په لویه څارنوالي کې د ښځو او ماشومانو د ځورونې د مخنیوي قانون پر اساس یوه کمېټه جوړه شوې او له تاوتریخوالي سره مخامخ شوې مېرمنې، دغې کمېټې ته د ستونزو د حل په موخه مراجعه کولای شي.

اغلې حیدري زیاته کړه، چې د شکایت کوونکي هویت خوندي پاتېږي او د دغې کمېټې له لوري به يې د قضیې تر ارزونې وروسته مربوطه څانګو ته واستول شي.

د دغه پروګرام موخه په لویه څارنوالي کې د جنډر متوازنه پرمختیا، د جنډر پالیسۍ ترتیب او تطبیق، د ښځو او ماشومانو د ځورونې د مخنیوي قانون پوهاوی او مېرمنو ته د خوندي کاري چاپيریال رامنځته کول بلل شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې د ښځو او ماشومانو د ځورونې د مخنیوي قانون په ۱۳۹۵ کال کې د ولسي جرګې له خوا تصویب شو او د یاد قانون پر بنسټ دولتي ادارې مکلفې دي، چې د ښځو او ماشومانو د ځورونو ستونزو ته د رسیدګۍ په موخه یوه کمېټه جوړه کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS