د ربړول پر وړاندي مخنیوي کمیټې لومړنۍ ناسته د ملي او نړیوالو استازو په ګډون ترسره شوه

hdsadmin
پنجشنبه ۱۳۹۶/۱۲/۲۴ - ۱۵:۳۹
66

دغه ناسته د جبران مدثر، د افغانستان لوی څارنوالۍ د تفتیش او د شکنجې مخنیوي کمیټې رئیس، په افغانستان کې د سره صلیب کمیټې استازي، د یوناما، عدلیې وزارت، د خلاصې مدني ټولنې استازو، د پوهنتون استادانو او څارنوالانو په ګډون د کب په ۲۴ نیټه د افغانستان لوی څارنوالۍ تفتیش ریاست په مقر کې ترسره شوه.

پدغه ناسته کې ښاغلي جبران مدثر، د دي  کمیټې رئیس د شکنجې مخنیوي کمیټې موخو، دوام او ثبات په هکله خبرې وکړې او وویل: "موږ به له هغو ټولو ستونزو سره جدی مبارزه وکړو چې د دي  کمیټې کړنو پر مخ خنډ وګرځي او خپلې دندې به په لا ښه توګه او په بشپړ جدیت پر مخ یوسو."

په غونډه کې ناست ملی او نړیوالو استازو هم د یادې کمیټې کاری پروسې ودې او ښه والي په هکله خپل نظرونه او وړاندیزونه وړاندې کړل. همداراز، هغو زیاته کړه چې د شکنجې عاملین دې باید هغه کس ته چې شکنجه شوی، د خسارې جبران ورکړي.

همداراز، د غونډې ګډونوال سره صلیب استازي وویل: "سره صلیب به د ناظر په توګه د کمیټې غړو سره د هغه ځایونو څارنې پر مهال چې ترې ارزونه او بیالیدنه ترسره کیږي، مرسته وکړي."

دا پداسې حال کې ده  چې د دې کمیټې له جوړیدو راپدې خوا، دایمي غړي یې د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی څارنوال له لوري ټاکل شوي دي. 

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS