د رقابتي آزموینې درېیم پړاو په نظامي څارنوالۍ کښې ترسره شو

hdsadmin
سه‌شنبه ۱۳۹۶/۳/۲ - ۸:۳۹
ago

 

 دغه آزموینه نن د سه شنبې ورځ د غبرګولي په دویمه د لويې څارنوالۍ د نظامي چارو مرستیال  ډګر جنرال عبدالفتاح عزیزي او د دې معاونیت د رئیسانو په ګډون ترسره شوه.

 په دغې آزموینې کښې د حقوق او شرعیاتو پوهنځیو څخه تقریباً درې سوه تنه فارغینو په شمول د نارینه او ښځینه ګډون کړی وو. د لويې څارنوالۍ د نظامي چارو معاونیت د ۱۲ اداري خالي بستونو ډکولو لپاره،  د ګډونوالو نه آزموینه واخیستل شوه.

 د لویې څارنوالۍ د نظامي چارو مرستیال عبدالفتاح غزیزي د آزموینې ګډونوالو ته د شفافیت ډاډ ورکړ او همدارنګه یې وویل: د آزموینې په بهیر کې مونږ هېڅ چا ته هم د لاسوهنې اجازه نه ورکوو. د آزموینې پاڼې به د ګډونوالو د استازو په ګډون وارزول شي.

 د آزموینې پایلې به د آزمویېنې پاڼو د ارزونې وروسته، د لویې څارنوالۍ په وېب پاڼې خپرې شي.  د لویې څارنوالۍ  د نظامي چارو معاونیت له دې مخکې هم دوه رقابتي آزموینې په لاره اچولې دي.  

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS