د روان کال د لويې څارنوالۍ عالي شورا لومړنۍ ناسته د افغانستان لوى څارنوال څارنپوه محمد فريد حميدي تر مشرۍ لاندې تر سره شوه

hdsadmin
یکشنبه ۱۳۹۶/۱/۱۳ - ۱۴:۳۹
62

دغه ناسته د وري په ديارلسمه (١٣) نېټه د لويې څارنوالۍ د مرستيالانو او مرکزي رئيسانو په شتون کې تر سره شوه.

د ناستې په پيل کې لوى څارنوال څارنپوه محمد فريد حميدي د افغانستان خلکو او د لويې څارنوالۍ کارکوونکو ته د نوي کال مبارکي وويله او  په دې نوي کال کې يې د هېواد خلکو ته سولې او امنيت او د لويې څارنوالۍ کارکونکو ته د افغانستان خلکو لپاره د لوى خداى ج څخه د خدمت کولو دعاګانې وغوښتې.

په همدې حال کې يې غلام حيدر علامه ته د لويې څارنوالۍ د قضائې تعقيب په چارو کې د مرستيالۍ د دندې مبارکي وړاندې کړه او نوموړى ته يې په ور سپارل شوي دنده کې  د برياليتوبونو هيله څرګنده کړه او ور سره يې د لويې څارنوالۍ د قضائې تعقيب په چارو کې د مخکيني مرسيتال څارنپوه عنايت الله کمال څخه د تر سره کړي چوپړ مننه وکړه.  په پاى کې د څيړنو رياست پر وړانديز چې د لويې څارنوالۍ د رياستونو د معلوماتي استعلام په اړه ؤ بحث وشوو. 

د ياد وړانديز پر بنسټ د دغو معلوماتو لاسته راوړل  شاوخوا شپږ مياشتې وخت نيسي، چې د دوسيو د څيړنې بهير د ځنډ او خنډ سره مخ کوي.

د دې استعلامونو د ځواب ور کولو لپاره کوم ځانګړى قانوني وخت نه دى ټاکل شوى، چې دغه تشه د ناوړه ګټې اخيستنې سبب ګرځيداى شي.

عالي شورا د څيړنو رياست ته دنده وسپارله، تر څو  خپل  کلنۍ راپور  جوړ، مرکزي او ولايتي رياستونو ته يې وليږي. لوى څارنوال د لويې څارنوالۍ ټولو مرکزي او ولايتي ادارو ته لارښوونه وکړه، چې څومره ژر کيداى شي خپل راپورونه د څيړنو رياست ته وسپاري.

د ناستې په پاى کې د جمهوري رياست د جزاګانو د بخښنې او کمښت فرمان په اړه د احکامو پر پلي کيدو د څارنې څارنوالۍ رياست پر وړانديز خبرې اترې وشوې.

عالي شورا پريکړه وکړه، تر څو عدليې وزارت د جزاګانو د بخښنې او کمښت فرمان اړين تفسير وړاندې کړي. 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS