د عالي ادارو ترمنځ د اطلاع رسونې په برخه کې لويې څارنوالۍ ډېر شاخصونه تطبیق کړي

Hussain_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۸ - ۱۶:۴۹
ago

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د تحلیلي راپور پر اساس، لويې څارنوالۍ د ۶۴ ادارو ترمنځ د زیاتو شاخصونو د رعایتولو له اړخه د عالي ادارو په سر کې راغلې ده. دغه راپور، دولتي بنسټونه، ملت ته د دولت د حساب ورکولو په کلني راپور کې د اطلاع رسونې د شاخصونو د رعایتولو له مخې په درې کټګوریو؛ عالي، منځنیو او کمزورو وېشلې دي.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د راپور پر بنسټ، هغو ادارو چې د اطلاع رسونې تر ۷۰ سلنه زیات شاخصونه پلي کړي، د عالي ادارو له ډلې شمېرل شوې دي. دا راپور زیاتوي، هغو ادارو چې له ۵۰ تر ۶۹ سلنه شاخصونه د حساب ورکولو په برخه کې مراعات کړي، منځنیو او تر ۵۰ سلنه ښکته بیا د کمزور ادارو له ډلې بلل شوې دي.

په ۱۳۹۹ مالي کال کې د ۶۴ ادارو له ډلې چې ملت ته د حساب ورکولو غونډې جوړې کړې، ۱۱ ادارې په عالي ادارو، ۴۵ په منځنیو او ۹ ادارې هم د کمزورو ادارو په ډله کې راغلې دي.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي دا بریا ښه پرمختګ بولي او ژمنه کوي، چې د چارو د ښه ترسراوي په ځانګړې توګه د اطلاع رسونې په برخه کې خپلې هڅې پراخې کړي او د لا اغېزمنتیا لپاره یې ځینې پلانونه هم لري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS