د عامه نظم قومندانۍ اته کارکوونکي په علني ډول محاکمه شول

hdsadmin
یکشنبه ۱۳۹۶/۱۱/۱ - ۱۳:۵۵
222

د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د ۱۳۹۶ کال د سلواغې پر لومړۍ نېټه اته کارکوونکي د تزویر، قاچاق او له وظیفوي واک نه د ناوړه ګټه اخیستنې په جرم په علني ډول محاکمه کړل.

نوموړي عدلي او قضايي مرکز ډګروال آدم خان، څارمن ضیاء الرحمن، ساتنمن منصور، ساتنمن خان سعید او ساتنمن دل آغا له وظیفوي واک څه د ناوړه ګټه اخیستنې په جرم د عسکري جزا د ۴۲ مادې د دویمې فقرې پر اساس هر یو په اته کاله تنفیذي حبس محکوم کړل.

له بلې خوا ساتنمن میر جمال د تزویر او د ۳۳۱ نمبر پنجشېر شخصي نمبر پلېټ د نصبولو په جرم د جزا قانون د ۱۵۸ مادې پر اساس په درې کاله او نهه میاشتې تنفیذي حبس او همداراز د ترافیکو قانون د ۶۱ مادې د دویمې فقرې پر اساس د شپږو زرو افغانیو په ورکړې محکوم شو.

د دغه عدلي او قضايي مرکز قضايي پلاوي څارمن مسعود په خپل سر د دندې د پرېښودو په جرم د عسکري جرمونو قانون د ۱۳ مادې پر اساس په یو کال او شپږ میاشتو تنفیذي حبس محکوم کړ.

په ورته مهال کې ساتنمن عبدالرقیب د جزايي اجرااتو د پنځمې او د جزا قانون د څلورمې مادې پر اساس بری الذمه وګڼل شو.

دغه قضايي پلاوي وویل، چې دا وروستی حکم نه دی او تورن کسان کولای شي، د تمیز محکمې غوښتنه وکړی.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۲۱
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو «د دعوت او ارشاد نصاب د معاملاتو» د تدریس شوې برخې ازموینه واخیسته

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست نن شنبه د رمضان المبارک میاشتې پر ۱۸ (د کب ۱۶) د دغې ادارې له کارکوونکو څخه «د دعوت او ارشاد نصاب د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۴۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دې ادارې له کارکوونکو د دیني مسائلو ازموینه واخیستله

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د دعوت او ارشاد د عمومي ریاست نصاب ازموینه واخیستله...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د ۸۰ زره لیټره تیلو په وړتیا د تیلو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د تیلو یو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره چې ورسره د دې ادارې یوه اړتیا په معیاري او بنسټيزه توګه. . .

BACK TO NEWS