د عامې روغتیا وزارت درې کارکوونکي د ۳۰۰ زره امریکايي ډالرو د رشوت په تور په مجازاتو محکوم شول
د عامې روغتیا وزارت درې کارکوونکي د ۳۰۰ زره امریکايي ډالرو د رشوت په تور په مجازاتو محکوم شول
د مرکزي سټاک د آمریت سرپرست غلام سخي نظر، د رسیدونو د راپور مدیر غلام مصطفی، د فني آمریت معتمد احمد فواد، د تشریح پلاوي غړی اجمل عسکرزاده، د کتنې مدیر محمود نوابي او د معاینې او د عامې روغتیا وزارت د مرکزي سټاک د تشریح پلاوی فضل شاه قریشي د دغې قضيې تورن دي.
دا کسان د ۳۰۰ زره امریکايي ډالرو د رشوت غوښتلو په تور، د ۱۳۹۹ لمریز کال د لیندۍ پر ۱۷ د اداري فساد له درنو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز استیناف محکمې له خوا په مجازاتو محکوم شول.
دا قضیه د یوه لوژیستیکي او خدماتي شرکت د مسؤول د شکایت پر اساس چې د لويې څارنوالۍ ۱۸۰ ځانګړې شمېرې ته يې کړی و، تعقیب شوې. په دغه شکایت کې راغلي چې دغو تورنو له یاد شوي شرکت څخه د کووید ۱۹ د محافظتي ۳۰۰ زرو جوړو جامو د محسوبي اسنادو د تیارولو په بدل کې د یاد قرارداد ۳۰ سلنه پیسې غوښتې چې د هر جوړه جامو بیه ۳۸۱ افغانۍ کېدله. تر دې وړاندې دا کسان د اداري فساد درنو جرمونو ته د رسیدګۍ ابتدايي محکمې له خوا د ۱۳۹۹ لمریز کال د تلې پر ۱۴ له درېیو کالو تر لسو کالو او د ۳۰۰ زره امریکايي ډالرو د سپارنې په حکم په مجازاتو محکوم شوي وو.
له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز د استیناف محکمې قضایي پلاوي په خپله علني ناسته کې، د مرکزي سټاک سرپرست آمر غلام سخي او د مرکزي سټاک د راپور رسیداتو مدیر غلام مصطفی د ۳۰۰ زره امریکايي ډالرو د رشوت د مطالبې په تور، د جزا کوډ د ۳۷۵ مادې دویمې فقرې او د ۳۷۱ مادې شپږمې فقرې او د یاد کوډ د ۲۱۳، ۲۱۴ او ۷۵ مادو پر بنسټ هر یو پر پنځو پنځو کالو تنفیذي بند، له دندې پر انفصال او د رشوت د معادلې وجې پر ورکړې د تضامن په توګه، په مجازاتو محکوم کړل.
همداراز په دې قضیه کې د مرکزي سټاک آمریت فني معتمد د رشوت د وساطت په تور د جزا کوډ د ۲۱۳ مادې دویمې فقرې د اووم او اتم بند، د ۳۷۵ مادې دویمې فقرې او ۲۱۴ مادې څلورمې فقرې او همداراز د جزايي اجرااتو قانون د ۲۳۷ مادې په رعایتونې سره په درېیو کالو تنفیذي بند او د وظیفې پر انفصال په مجازاتو محکوم کړ.
په محکمه کې د مرکزي سټاک د تشريح پلاوي غړی اجمل عسکرزاده، د سټاک د معاینې مدیر محمود نوابي او د کتنې او د عامه روغتیا وزارت د مرکزي سټاک د تشریح پلاوی فضل شاه قریشي د کافي دلایلو د نشتولي له امله د جزايي اجرااتو قانون د ۲۳۵ مادې پر اساس بري الذمه وبلل شول.
