د عدلي او قضايي مرکز استیناف محکمې د بادغیس ښاروال بري الذمه وباله

ago_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۳ - ۲:۵۰
عدلی و قضایی

د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز استیناف محکمې د ۱۳۹۸ کال د لیندۍ پر ۱۳ د بادغیس ښاروال له واکه د ناوړه ګټې اخېستنې، تزویر او غدر په تور په علني ډول محاکمه کړ.

د یادې قضایي ناستې پلاوي، عبدالقدیر کامران د جزایي اجرااتو قانون د پنځمې او ۲۳۵ او د جزا کود د پنځمې مادې له مخې بري الذمه وباله.

د یادونې وړ ده، چې د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز ابتدایي محکمې هم عبدالقدیر کامران، د غدر او په اوو مواردو کې له واکه د ناوړه ګټې اخېستنې په تور د روان کال د لړم پر لومړۍ بري الذمه ګڼلی و. 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۲۱
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو «د دعوت او ارشاد نصاب د معاملاتو» د تدریس شوې برخې ازموینه واخیسته

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست نن شنبه د رمضان المبارک میاشتې پر ۱۸ (د کب ۱۶) د دغې ادارې له کارکوونکو څخه «د دعوت او ارشاد نصاب د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۴۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دې ادارې له کارکوونکو د دیني مسائلو ازموینه واخیستله

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د دعوت او ارشاد د عمومي ریاست نصاب ازموینه واخیستله...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د ۸۰ زره لیټره تیلو په وړتیا د تیلو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د تیلو یو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره چې ورسره د دې ادارې یوه اړتیا په معیاري او بنسټيزه توګه. . .

BACK TO NEWS