د لويې څارنوالي د شکایتونو اورېدلو د ۱۸۰ تلیفوني شمېرې مرکز پرانیسته وشوه

ago_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۸/۴ - ۱۴:۵۰
180

د لویې څارنوالی د کنټرول او مراقبت عمومي ریاست د ۱۸۰ ځانګړې تلیفوني شمېرې مرکز په پرانیسته کې د هېواد لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي، د دغې ادارې مرستیالانو او ځينو نورو رئيسانو ګډون کړی و. دا پرانیسته نن د ۱۳۹۹ لمریز کال د چنګاښ پر څلورمه وشوه.

د هېواد لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي د ۱۸۰ ځانګړې تلیفوني شمېرې مرکز پرانیسته د لویې څارنوالۍ کارکوونکو او هېوادوالو ته مبارکي وویله او زیاته یې کړه: «د دغه مرکز په پرانیستې سره به له عدلي او قضايي بنسټونو په ځانګړې توګه له لویې څارنوالۍ سره د خلکو واټن کم شي او پر دغې ادارې به د خلکو د باور په لا زیاتوالي کې مرسته وکړي.»

180

ښاغلي حمیدي له لویې څارنوالۍ سره د ولس همکاري مهمه وګڼله او ويې ویل، چې له خلکو سره د مخامخ کتلو تر څنګ د ۱۸۰ ځانګړې تلیفوني شمېرې له لارې د شکایتونو ثبتول مثبت ګام دی او عدالت ته د خلکو په لاسرسي کې هم مرستندوی ثابتېدای شي.

نوموړي د شکایتونو د اورېدلو ۱۸۰ ځانګړې شمېره له فساد، جرم او جنایت سره د مبارزې په برخه کې مهمه وبلله او ویې ویل، چې فساد؛ عدالت او د قانون حاکمیت قرباني کوي. د نوموړي په وینا، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او لویه څارنوالي د فساد پر ضد پرېکنده دریځ لري او په دې برخه کې د خلکو ملاتړ او همکاري اړینه ده.

لوی څارنوال د خپلو خبرو په دوام کې وویل، چې دغې ادارې د شکایتونو د ۱۸۰ ځانګړې شمېرې د ایجادولو تر څنګ له اداري فساد سره د مبارزې ځينو نور تدابیر هم په پام کې نیولي او هغوی چې د فساد، جرم او جنایت په اړه له لویې څارنوالۍ اطلاعات سره شریک کړی، هویت به یې پټ وساتل شي.

په دې غونډه کې د هېواد لوی څارنوال د دغې ادارې د بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د شکایتونو د اورېدو د ۱۸۰ تلیفوني شمېرې د تجهیز، تمویل او مالي او تخنیکي ملاتړ له کبله د اترا ادارې مننه وکړه او د لا همکارۍ او د دغې ادارې د تجهیز او د سیسټمونو پر عصري کولو يې ټینګار وکړ.

180

په ورته وخت کې د لویې څارنوالۍ د کنټرول او مراقبت عمومي رئیس محمد نواب احمدزي د شکایتونو د اورېدو ۱۸۰ ځانګړې شمېرې ایجادول له فساد سره د مبارزې په برخه کې یو مهم ګام وباله او ویې ویل، دا مرکز په عصري او مجهزې ټکنالوژۍ سمبال شوی او هممهاله ۲۰ کسان خپل شکایتونو ثبتولی شي. د ښاغلي احمدزي په وینا، دا مرکز یو خوندي مرکز دی او هېوادوال په ډاډه زړه له داخل او بهر څخه خپل شکایتونه ثبتولی شي.

د نوموړي په وینا، لویه څارنوالي له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې ژمنتیا لري او له ۱۳۹۸ لمریز کال راهیسي يې د ۱۸۰ ځانګړې شمېرې له لارې ۱۴۰۰ شکایتونو ثبت کړي دي او له تحلیل او ارزونې وروسته ځینې قضيې تر عدلي تعقیب لاندې نیول شوې دي.

ښاغلی احمدزی وايي، دا مرکز ۲۴ ساعته فعال دی او له هېوادوالو یې وغوښتل، چې له دوی سره دې د اداري فساد موارد د همدغې شمېرې له لارې شریک کړي او لویه څارنوالي به د قوانینو په رڼا کې په پوره امانتدارۍ ورته رسیدګي وکړي.

180

د شکایتونو د اورېدو ۱۸۰ تلیفوني شمېرې مرکز د اترا د مخابراتي انکشافي بودیجې (TDF) په لګښت په ۱۵ میلیونو افغانیو جوړ شوی دی.

همداراز اترا اداره د لویې څارنوالۍ په بېلابېلو برخو کې د عصري سیسټمونو د جوړولو لپاره د ۹۹ میلیونو افغانیو ژمنه کړې، چې راروان کال به دا شمېر لوړ هم شي.

 

 

 

 

 

 

 

 

مرکز مکالمات تیلفونی ۱۸۰ سمع شکایات ریاست عمومی څارنوالی کنترول و مراقبت لوی څارنوالی از سوی څارنپوه محمدفرید حمیدی لوی څارنوال جمهوری اسلامی افغانستان با حضور مرستیالان و برخی از رؤسا این اداره، روز یکشنبه چهارم عقرب سال ١٣٩٩ خورشیدی؛ افتتاح شد.

څارنپوه محمدفرید حمیدی گشایش مرکز مکالمات تیلفونی ١٨٠ سمع شکایات لوی څارنوالی را برای کارکنان و شهروندان کشور تبریک گفته افزود: " با افتتاح این مرکز فاصله میان مردم و نهادهای عدلی و قضایی به گونۀ ویژه با لوی څارنوالی کشور کاهش می‌یابد که اعتماد مردم نسبت به این اداره را بیشتر می‌سازد." آقای حمیدی همکاری مردم با لوی څارنوالی را مهم عنوان کرده گفت که در کنار دیدارهای مستقیم با شهروندان، موجودیت مرکز سمع شکایات از طریق شمارۀ اختصاصی ١٨٠ گام مثبت در عرصۀ دسترسی مردم به عدالت را بیشتر و ساده می‌سازد.

 

وی موجودیت شمارۀ اختصاصی سمع شکایات ١٨٠ را در امر مبارزه با فساد، جرم و جنایت مهم عنوان کرده گفت که فساد عدالت و حاکمیت قانون را قربانی می‌نمایند. به گفتۀ وی، دولت جمهوری اسلامی افغانستان و لوی څارنوالی در امر مبارزه با فساد قاطع بوده ودر این عرصه همکاری و حمایت مردم، حتمی می‌باشد.

لوی څارنوال کشور در ادامه گفت که این اداره در کنار ایجاد شمارۀ اختصاصی سمع شکایات ١٨٠، تدابیر و تمهیدات دیگری را نیز در امر مبارزه با فساد روی دست داشته و آنانی که معلومات و اطلاعات فساد، جرم و جنایت را در اختیار لوی څارنوالی قرار می‌دهند، هویت آنان‌را محفوظ نگه می‌دارد.

در این برنامه لوی‌څارنوال کشور از حمایت‌های مالی و تخنیکی اداره اترا، از پروژه‌های مختلف لوی څارنوالی  به‌ویژه برای تمویل و تجهیز مرکز مکالمات ۱۸۰ سمع شکایات، سپاس‌گزاری و قدردانی نموده بر تداوم این همکاری، تجهیز و مدرن‌سازی سیستم‌های این اداره؛ تاکید نمود.

 

در همین حال محمدنواب احمدزی رئیس عمومی څارنوالی کنترول و مراقبت لوی څارنوالی، ایجاد مرکز مکالمات تیلفونی ١٨٠ سمع شکایات را برای سهولت دسترسی مردم برای برقراری ارتباط و مبارزه با فساد یک امر مهم عنوان کرده گفت که این مرکز با تکنالوژی مجهز و پیشرفته عیار شده و بیست تن هم‌زمان می‌تواند با این شماره در تماس شوند و شکایات خویش را ثبت نمایند. به گفتۀ آقای احمدزی، این مرکز مصؤنیت کامل داشته، هموطنان ما در داخل و بیرون از کشور می‌تواند، شکایت خویش را ثبت نموده و این سیستم می‌تواند برای شاکی و اطلاع دهنده، اطمینان دهد.

به گفتۀ وی، لوی څارنوالی در امر مبارزه با فساد اداری متعهد بوده و از سال‌ ١٣٩٨ تا حال از طریق شمارۀ اختصاصی ١٨٠ در حدود ١٤٠٠ شکایت شهروندان را ثبت نموده و بعد از تحلیل و ارزیابی برخی قضایای تحت تعقیب عدلی قرار داده است. به گفتۀ وی این مرکز به گونۀ بیست و چهار ساعته فعال بوده و از شهروندان کشور خواست تا موارد فساد اداری را با آنان شریک سازند. این اداره با امانت‌داری کامل و جدیت در روشنایی قوانین، مورد بررسی قرار می‌دهد.

 

مرکز مکالمات تیلفونی ۱۸۰ سمع شکایات باهزینهء ۱۵میلیون افغانی از بودجهء انکشافی مخابراتی( TDF )ادارهء اترا، ایجاد و تجهیز گردیده‌است.

ادارهء اترا همچنان ۹۹میلیون افغانی را برای تطبیق چندین پروژهء دیگر در عرصه سیستم‌سازی و مدرن‌سازی بخش‌های مختلف لوی‌څارنوالی، متعهد گردیده که در سال آینده این مبلغ افزایش خواهد یافت.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو او تیلو پر وارداتو بندیز ولګېد

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست او هېواد ته د بې کیفته تیلو له واردولو د مخنیوي کمېټې رییس محترم الحاج مولوي شمس‌الدین شریعتي یوي خبري ناستې ته ویلي چې هېواد ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۱۴:۳۹
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته تېلو، اوبلنو ګازو او نورو نفتي موادو له واردولو د مخنیوي لپاره د مؤظف پلاوي ناسته جوړه شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د سرپرست محترم مولوي شمس‌الدین شریعتي په مشرۍ ناسته د مؤظفې کمېټې د غړو په ګډون د امارتي ادارو او وزارتونو د معیننانو په حضور کې جوړه شوه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۳:۳۸
Background image

له ایران څخه د افغان بندیانو د لېږد دوام؛۱۹۹ افغان بندیان د افغانستان اسلامي امارت ته وسپارل شول

له بهر څخه د افغان بندیانو د انتقال کمېټې په کوښښ چې مشري یې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی رییس مولوي شمس الدین شریعتي کوي د نورو اړوندو ادارو له استازو سره په ګډه چې د دغې. . .

BACK TO NEWS