د لويې څارنوالۍ عالي شورا غونډه وشوه

د لويې څارنوالۍ عالي شورا غونډه وشوه
مرغومي ۱۴، ۱۳۹۹
د لويې څارنوالۍ عالي شورا غونډه د څارنپوه ډګرجنرال عبدالفتاح عزیزي په مشرۍ د ۱۳۹۹ لمریز کال د مرغومي پر ۱۴ وشوه.
دا غونډه د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت او د ملي سرود په خپراوي پيل شوه.
د دې غونډې په پيل کې د تدقیق او مطالعاتو څارنوالۍ عمومي ریاست پر استهدايې بحث وشو. دا استهداییه د یوه محکوم له وظیفوي واک څخه د ناوړه استفادې او نقدي جزا د محکومیت په تړاو ده او د تدقیق او مطالعاتو عمومي رئيس له خوا د عالي شورا غونډې ته وړاندې شوه. عالي شورا د دې موضوع تر هراړخیز بحث وروسته استهدااتو ته د رسیدګۍ کمېټې نظریه تایید کړه. په دې استهدایې کې راغلي، د جمهوري ریاست د ۱۳۹۸/۸/۱۶ د ۱۸ ګڼې فرمان څخه د مستفید شویو محکومینو نیمه نقدي جزا عفوه کېږي؛ خو د دغه فرمان د ۷ مادې د ۲ فقرې د ۳ جز پر اساس د اداري فساد په جرم محکومین د دغه فرمان د تخفیف له مزایاوو څخه نه مستفید کېږي. د یاد فرمان ۸ مادې ته په کتو، یاد شوی محکوم په اداري فساد تورن دی او د فرمان په ۷ ماده کې د اداري فساد د جرایمو د تخفیف ممنوعیت کاملاً روښانه دی، همداراز د فرمان د ۸ مادې پر اساس، هغه کسان چې د فرمان له مخې بښل شوي وي، د ۷ مادې په محدودیتونو کې نه شاملېږي. له دې کبله نوموړی د نیمايي نقدي جزا له بښنې څخه مستفید کېدلی نه شي.
د غونډې په بله برخه کې د لويې څارنوالۍ او د کورنیو چارو وزارت ترمنځ د هوکړه لیک پر نهايي کولو بحث وشو. دا هوکړه لیک د لويې څارنوالۍ او کورنیو چارو وزارت ترمنځ پر ښې همغږۍ، د اساسي قانون، جزايي اجرااتو قانون او د پولیسو د چارو د تنظیم قانون پر ښه تطبیق او د پولیسو مسنوبینو له اداري فساد سره پر مبارزې ټینګار کوي.
د عالي شورا غړو په دې هوکړه لیک کې د لازمو اصلاحاتو تر راوستلو وروسته دا هوکړه لیک په پرنسیپ کې تایید او تقنین کمېټې ته يې دنده وسپارله، چې پر دې هوکړه لیک یو ځل بیا هم غور وکړي.
د غونډې په پای کې د لویې څارنوالۍ د عالي شورا غړو په نړیوالو چارو کې د لويې څارنوالۍ مقام مشاور څارنمل عبدالبصیر خالد د څارنپالۍ کادري درجه تایید او د تحریراتو او دارلانشاء ریاست ته يې دنده وسپارله، چې دا موضوع د افغانستان اسلامي جمهوري دولت عالي مقام ته وړاندیز کړي.