د لویې څارنوالۍ او د افغانستان برېښنا شرکت تر منځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

ago_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۲/۳۱ - ۱۵:۳۶
brishna

دا هوکړه لیک د جزا کوډ د ۱۴، ۷۰۱ او ۷۱۰ مادې پر بنسټ، د تحقیق په چارو کې د لوی څارنوال د مرستیال نورحبیب جلال او د افغانستان برېښنا شرکت د رئیس انجینر امان الله غالب له خوا، د ۱۳۹۸ کال د غویي پر ۳۱ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې لاسلیک شو.

د دغه هوکړه لیک د لاسلیکولو موخه، د هغو کسانو عدلي او قضایي تعقیب وبلل شو، چې په ناقانونه ډول له برېښنا ګټه اخلي یا یې بنسټونو ته زیان رسوي.

د یاد هوکړه لیک پر بنسټ، د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي یادې قضیې په جدي توګه څېړي او پایلې به یې د افغانستان له برېښنا شرکت او هېوادوالو سره شریکې کړي.

د تحقیق په چارو کې د لوی څارنوال مرستیال نورحبیب جلال په دغه پروګرام کې وویل: «هغه ادارې او بنسټونه چې د افغانستان د خلکو د خدمت لپاره کار کوي، باید د هېواد د نافذه قوانینو او د افغانستان د ملي ستراتیژۍ په رڼا کې د هېوادوالو د سوکاله او ارام ژوند په موخه لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.»

brishna

د لوی څارنوال مرستیال ټینګار وکړ، هغه کسان چې د خدمت کولو بهیر کې ځنډ راولي، د عامه خدمتونو کارکوونکي ځوروي یا هم عامه ګټې غلا او یا ورته زیان رسوي، د هېواد د نافذه قوانینو د صراحت له مخې به تر عدلي تعقیب لاندې شي.

د ښاغلي جلال په خبره، د یاد هوکړه لیک پر بنسټ به هغه کسان چې برېښنا غلا کوي، بنسټونو ته یې زیان رسوي یا هم د افغانستان برېښنا شرکت د کارکوونکو د کار مزاحمت کوي، د جزا کوډ د ۱۴، ۷۰۱ او ۷۱۰ مادې له مخې به د عدلي تعقیب وړ شي.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام سره ټینګار وکړ، چې د افغانستان برېښنا شرکت کارکوونکي مکلف دي، تر څو په مرکز او ولایتونو کې هغه کسان چې له برق څخه ناقانونه ګټه اخلي او یا یې بنسټونو ته زیان رسوي لویې څارنوالۍ ته ور وپېژني.

په ورته مهال کې د افغانستان برېښنا شرکت رئیس امان الله غالب په دغه پروګرام کې وویل، چې له افغانستان برېښنا شرکت سره  د عدلي او قضایي ادارو نږدې همکاري یاد شرکت ته قوت بښي، ترڅو د برښنا عواید له ښې او ممکنې لارې  راټول کړي، چې د یادو عوایدو د راټولولو له لارې کولای شي، د برېښنا شبکه په ټول هېواد کې وغزوي.

ښاغلي غالب زیاته کړه، د یاد هوکړه لیک له مخې به د ټولو هغو کسانو نوملړ څارنوالۍ ته واستوي، چې له برېښنا یې ناقانونه استفاده کړې ده.

 نوموړي څرګنده کړه، چې د برېښنا د پوروړو د قضیو د څېړنې په موخه ځانګړې کمېټه جوړېږي او یاده کمېټه به د هېواد په کچه ورته قضیې څېړي. د نوموړي په خبره، د یادې کمېټې له خوا د دغو قضیو له څېړنو وروسته به د برېښنا پوروړو ته د پور د ادا په موخه ټاکلی وخت ورکول کېږي، که په ټاکلې موده کې یې خپل برېښنایي حسابونه پرې نکړل، قضیې به یې څارنوالۍ ته واستول شي.

د افغانستان برېښنا شرکت رئیس د خپلو خبرو په دوام سره وویل، د دغه هوکړه لیک په لاسلیکولو سره به یو ځانګړی پروګرام جوړ کړو، چې له مخې به یې هره ورځ د برېښنا د پوروړو بشپړ شهرت له هېوادوالو سره شریک کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې لویې څارنوالۍ په تیرو کلونو کې هم له بېلابېلو وزارتونو او خپلواکو ادارو سره د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۴۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دې ادارې له کارکوونکو د دیني مسائلو ازموینه واخیستله

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د دعوت او ارشاد د عمومي ریاست نصاب ازموینه واخیستله...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د ۸۰ زره لیټره تیلو په وړتیا د تیلو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د تیلو یو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره چې ورسره د دې ادارې یوه اړتیا په معیاري او بنسټيزه توګه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو او تیلو پر وارداتو بندیز ولګېد

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست او هېواد ته د بې کیفته تیلو له واردولو د مخنیوي کمېټې رییس محترم الحاج مولوي شمس‌الدین شریعتي یوي خبري ناستې ته ویلي چې هېواد ته د. . .

BACK TO NEWS