د لویې څارنوالۍ د خدمات رئيس معرفي شو

Hussain_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۲۸ - ۱۱:۱۶
khedamate

ناظم مظهر د ازادې سیالۍ (تغییر پروژې) له لارې او د لويې څارنوالۍ په منظورۍ او د جمهوري ریاست په حکم په دویم بست کې د لویې څارنوالۍ د خدماتو د رئيس په توګه وګومارل شو.

د نوموړي د معرفۍ غونډه چې د ۱۴۰۰ لمریز کال د غويي پر ۲۷ ترسره شوه، د منابع او ادارې عمومي رئيس وحیدالدین ارغون، د بشري سرچینو د پراختیا عمومي رئيس محمد نواب احمدزي، مالي او اداري عمومي رئیس او ځینو نورو رئیسانو ګډون کړی و.

د منابع او ادارې رئیس وحیدالدین ارغون د خدماتو رئيس ته د نوې دندې مبارکي ورکړه او د پخواني رئيس د اجرااتو ستاینه يې وکړه. د نوموړي په وینا، د خدماتو ریاست د لویې څارنوالۍ یو مهم ریاست دی او په دې وروستیو کې يې د ادارې د زیربناوو په جوړښت کې زیات کارونه کړي چې حفظ او مراقبت ته جدي اړتیا لري.

نوموړي د خدماتو تازه ګومارل شوي رئیس ته په اشارې وویل، چې د ادارې د قوت او کمزورۍ ټکي مشخص او د ننګونو د ختمولو لپاره لازم ګامونه واخلي. د ادارې د پلانونو تعقیب، د پروژو طرح او تطبیق، د تعمیراتو ساتنه، د اسنادو د ارشیف او تحویل خونو تنظیم او د ادارې اړتیاوو ته رسیدګي ځینې نور هغه موراد وو، چې ښاغلي ارغون د خدماتو له نوي رئيس څخه يې په تړاو د لازمو اقداماتو او اجرااتو غوښتنه وکړه.

په ورته وخت کې د لويې څارنوالۍ د خدماتو پخواني رئيس محمد آصف فیاض د لويې څارنوالۍ د رهبرۍ مننه وکړه، چې تل یې د نوموړي ملاتړ کړی او همداراز نوي رئيس ته يې د دندې مبارکي ورکړه.

بلخوا د لويې څارنوالۍ د خدماتو رئيس ناظم مظهر د دغې ادارې د رهبرۍ مننه وکړه او ژمنه يې وکړه، چې په ټول ځواک او ظرفیت به هېواد ته خدمت کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د ۸۰ زره لیټره تیلو په وړتیا د تیلو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د تیلو یو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره چې ورسره د دې ادارې یوه اړتیا په معیاري او بنسټيزه توګه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو او تیلو پر وارداتو بندیز ولګېد

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست او هېواد ته د بې کیفته تیلو له واردولو د مخنیوي کمېټې رییس محترم الحاج مولوي شمس‌الدین شریعتي یوي خبري ناستې ته ویلي چې هېواد ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۱۴:۳۹
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته تېلو، اوبلنو ګازو او نورو نفتي موادو له واردولو د مخنیوي لپاره د مؤظف پلاوي ناسته جوړه شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د سرپرست محترم مولوي شمس‌الدین شریعتي په مشرۍ ناسته د مؤظفې کمېټې د غړو په ګډون د امارتي ادارو او وزارتونو د معیننانو په حضور کې جوړه شوه. . .

BACK TO NEWS