د لویې څارنوالۍ د عالي شورا غونډه وشوه

hdsadmin
یکشنبه ۱۳۹۷/۴/۲۴ - ۱۵:۵۱
24

د لویې څارنوالۍ د عالي شورا غونډه د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي په مشرۍ، د ۱۳۹۷ کال د چنګاښ پر ۲۴ وشوه.

د غونډې په پیل کې، د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د بې سارو سرښندنو ستاینه وشوه. په ورته مهال کې، په فاریاب ولایت کې د ځینو کسانو د نیولو پر مهال د هغه شکنجو او ادعاوو په اړه د غونډې غړو ته معلومات وړاندې شول، چې د رسنیو او ټولنیزو شبکو له خوا نشر شوي و. په دغه ناسته کې ټینګار وشو، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د یو دولت په توګه د خلکو د ازادۍ او حقونو د ساتنې مسؤولیت لري او په همدې برخه کې د اساسي قانون او نړیوالو ژمنو له مخې ځواب ویوونکی دی.

د هېواد لوی څارنوال د تفتیش ریاست او د شکنجې د مخنیوي کمېټې ته لارښوونه وکړه، چې دغه پېښه د هېواد د نافذه قوانینو له مخې وڅېړي او د اجرااتو د پایلې راپور یې ژر تر ژره وړاندې کړي.

د غونډې په بله برخه کې، د لویې څارنوالۍ د څارنوالانو د ګټو ضد فورمې په اړه بحث وشو. د دغه فورمې له مخې، څارنوالان دې د وظیفوي واکونو څخه د ناوړه استفادې او اداري فساد پر ضد مبارزه کې اغیزناکه فعالیتونه وکړي او د بشري حقونو او انساني کرامت په ساتنه او همداراز د تورنو، مظنونینو او داسې نورو د حقونو په خوندیتوب کې مسؤول وبلل شول.

همدارنګه په یاده شوې غونډه کې ټینګار وشو، چې څارنوالان د دندې د تصدې په جریان کې نشي کولای چې د سیاسي ګوندونو غړیتوب ترلاسه کړي او د سیاسي جریان په ګټه فعالیت وکړي. څارنوالان باید د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ د څارنوالانو د چلن د مسلکي معیارونو د طرزالعمل د هدایتونو له مخې مسؤول وي او خپلې دندې له هر ډول تبعیض څخه په پاکۍ او د بې پرۍ اصل په رعایتولو سره تر سره کړي.

عالي شورا، د څارنوالۍ د واکونو او تشکیل قانون چې مخکې د لویې څارنوالۍ د تقنین کمېټې له خوا تشرېح او ارزول شوې و، په پرنسیپ کې تائید کړ. همدارنګه یاده شوې طرحه یې د اصولي مراحلو د طي کولو په موخه یادې شوې کمېټې ته واستوله.

د غونډې په وروستۍ برخه کې، د موټر د څښتن او موټر چلوونکي تر منځ د قرارداد د فورم او تضمین په اړه د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د نقلیه وسایلو د قانوني چلونې له مخې، بحث وشو.

عالي شورا دغه فورمه تائید کړه او پرېکړه یې وکړه، چې یاده شوی فورمه دې د نورو اجرااتو په موخه اړونده څانګو ته واستول شی. د دغه فورمې په تطبیق کولو سره به نه یواځې په هېواد کې د ترافیکي پېښو کچه راټیټه، بلکې د یادو شویو پېښو د مرتکېبینو او سرغړوونکو د تېښتې مخه به هم ونیول شي.

د یادونې وړ ده، چې دغه فورمه به د هېواد د نافذه قوانینو د احکامو په پلي کولو او د ترافیکي قواعدو او مقرراتو د سرغړونو په مخنیوي کې اغیزناکه واقع شي او په دې سربېره به د ترافیکي پېښو د قربانیانو د حقونو په ساتنه کې هم ښه رول ولري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS