د لویې څارنوالۍ د عسکري چارو مرستیالۍ ۲۵۷ قضیې ثبت کړې او څېړلې دي

ago_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱/۱۳ - ۱۴:۵۴
logo

په عسکري چارو کې د لویې څارنوالۍ راپور ښیي، چې د ۱۳۹۷ کال د کب په میاشت کې د هېواد په کچه ۲۵۷ جنایي پېښې شوې دي.

د دغه راپور پر بنسټ، ۶۱ قضیې د دعوې او اتهام نامې له ترتیب وروسته ابتدایي محکمې ته سپارل شوې، چې پر ۱۷ قضیو یې پرېکړه هم شوې ده او ۱۴۴ نورې تر کار لاندې دي.

په دغه راپور کې راغلي، چې پنځه قضیې اړونده مراجعو ته استول شوې او ۲۲ نورې د مناسبو دلایلو د نشتوالي له امله ساتل شوې دي.

په دغه راپور کې همداراز راغلي، چې د یادو قضیو څخه ۲۱ د اشخاصو اړوند جرمونو، ۱۰ قضیې د (دوکې، جعل او تزویز، ناقانونه غوښتنو، رشوت، او اختلاس) او ۱۴ نورې د کورني او بهرني امنیت پر وړاندې جرمونو په اړه دي.

په یاد شوي راپور کې د قضیو د راغلي تعداد له مخې، د نغدي جرمي، اختلاس، نشه یي توکو او د ځینو نظامي کارکوونکو د معاش پنځوس سلنه چې په نغدي جریمه محکوم شوي، یو میلیون و۴۳۲ زره او ۸۲۰ افغانۍ په لاس راغلې او د دولت په پرېکنده حساب مرکزي بانک ته استول شوي دي

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS