د لویې څارنوالۍ عالي شورا غونډه ترسره شوه

hdsadmin
جمعه ۱۳۹۷/۱/۱۷ - ۸:۳۹

 د لوی څارنوالي عالی شوراغونډه نن د یکشنبې په ورځ د غویی میاشتي په 17 مه نیټه د څارنپوه محمد فرید حمیدی په مشري د مرستیالانو او عالي شورا د غړو په ګډون جوړه شوه

د غونډې په لومړۍ برخه کې، محمد فرید حمیدی د افغانستان لوی څارنوال د ژنیو د سفر په اړه او په افغانستان کې د شکنجې پر ضد د شکنجې نړیوال کنوانسیون او نړیوالو ادارو ته د شورا مفصل معلومات وړاندې کړل.

ښاغلي  حمیدي وویل: "هغه ځایونه چې د آزادي څخه محروم پاتي دي دهغه ځایونو د څارنې لپاره باید کړنلاره روښانه شي." له بلې خوا د شکنجی پر ضد د کمیټې د جوړولو په موضوع د هیواد لوی څارنوال ټينګار وکړ. دا کمیټه باید څرګنده کړنلاره جوړه کړي تر څو عدلی او قضایی  کارکوونکي د څیړنې په وخت ستونزو سره مخامخ نشي او خپلې  دندې  په ښه توګه ترسره کړي.

د غونډې  په راتلونکی برخه کې، د دقیقې  کتنې او مطالعاتو ریاست د "لویه څارنوالي" د کلمې د لیکني په اړه په لوګو، فورمو او د پښتو او دري په رسمي اسنادو کې د دې  کلمې د لیکلو په اړه خبرې  وکړې .

په دې  اړه شورا فیصله وکړه چې د لویې څارنوالي د قانوني صلاحیت له مخې سندونه او قانوني حکمونه باید په پام کې ونیول شي.

د خبرو په لړ کې د پلان او پالیسي ریاست په وړاندیز د څارنوالي استراتیژي باید د شپږو میاشتو لپاره تمدید شي.  

عالی شورا فیصله وکړه چې د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره دې  د مخکینی ستراتیژۍ څخه کار واخیستل شي. د استراتیژي په جوړولو کې باید د سرچینې ، ظرفیتونه  او شته فرصتونه په نظر کې ونیول شي. له بلې خوا د استراتیژي په جوړولو کې باید د ښځو او ماشومانو په اړه یو ښکاره لید موجود وي تر څو ښځو او ماشومانو ته د عدالت غوښتنې  لاره برابره شي.

د غونډې  په پای کې د پکتیا ولایت استیناف ریاست په )36( مه استهدائیه خبري  وشوې . دا استهدائیه د جنسي تیري په اړه وه، چې اوس مهال د ښځو او ماشومانو په وړاندې د تاوتریخوالي په ځانګړې څارنوالۍ  کې څېړنې لاندې ده.

د عالي شورا غړو پریکړه وکړه چې قضیه باید د لا ډیر وضاحت لپاره اړوندو چارواکو ته ولیږدول شي او د وروستۍ پریکړې  پایلې دې  په راتلونکي  غونډه کې شورا ته وړاندې شي.

   

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د ۸۰ زره لیټره تیلو په وړتیا د تیلو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د تیلو یو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره چې ورسره د دې ادارې یوه اړتیا په معیاري او بنسټيزه توګه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو او تیلو پر وارداتو بندیز ولګېد

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست او هېواد ته د بې کیفته تیلو له واردولو د مخنیوي کمېټې رییس محترم الحاج مولوي شمس‌الدین شریعتي یوي خبري ناستې ته ویلي چې هېواد ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۱۴:۳۹
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته تېلو، اوبلنو ګازو او نورو نفتي موادو له واردولو د مخنیوي لپاره د مؤظف پلاوي ناسته جوړه شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د سرپرست محترم مولوي شمس‌الدین شریعتي په مشرۍ ناسته د مؤظفې کمېټې د غړو په ګډون د امارتي ادارو او وزارتونو د معیننانو په حضور کې جوړه شوه. . .

BACK TO NEWS