د لویې څارنوالۍ عالي شورا غونډه ترسره شوه

hdsadmin
دوشنبه ۱۳۹۷/۴/۱۸ - ۸:۳۹
099

د لویې څارنوالۍ عالي شورا غونډه د یکشنبې په ورځ د چنګاښ میاشتې په اتلمسه نېټه د څېړنو په چارو کې د لوی څارنوال مرستیال څارنپوه نور حبیب جلال په مشرِي  جوړه شوه.   

د غونډې په پیل کښې د لویې څارنوالۍ د کنټرول او څارنې ریاست د اوپراتیفي پیسو د لګښتونو او د  کارولو کړنلارې د نهايي کولو په اړه خبرې وشوې.

دا کړنلاره چې په تېره شورا کښې هم وړاندې شوې وه، د اړین اصلاحاتو وروسته د عالي شورا له خوا تصدیق او تصویب شوه.

د غونډې په بهیر کښې د لویې څارنوالۍ د څارنې ریاست په وړاندیز په ولایتونو کښې د دریو تنو څارنوالانو د سرغړونې په اړه بحث وشو.

د اداري فساد سره د مبارزې په تړاو عالي شورا پرېکړه وکړه چې په کاري چارو کښې د څارنوالانو د سرغړونې له امله د دوۍ دندې وځنډول شي او د موضوع روښانه کېدو لپاره دې قضیه وڅېړل شي.

د غونډې په بله برخه کښې دوه موضوعات چې د لویې څارنوالۍ د مشورتي بورډ لخوا عالي شورا ته استول شوي وو د دغه موضوعاتو د تطبیق او نهایي کولو په برخه کښې د شورا لخوا اړین هدایات ورکړل شو.

همدارنګه د دې شورا لخوا د هغه بندیانو په اړه چې قانوني عمر ولري هدایت ورکړل شو چې د ولسمشر فرمان سره سم دې پدې هکله اجراآت ترسره شي.

 

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS