د لویې څارنوالۍ عالي شورا ناسته وشوه

دا ناسته د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي په مشرۍ، د ۱۳۹۸ کال د سلواغې پر شپږمه د عالي شورا تالار کې وشوه.
د ناستې په پیل کې، د اداري فساد جرمونو سره د مبارزې د احکامو پر تنفیذ او تحقیق د څار څارنوالۍ پر استهدایه بحث وشو. دا استهدایه د ۲۰۰ زره افغانیو رشوت په اړه وه، چې د دوو انجینرانو له خوا د کابل اوومه ناحیه کې د رهایشي ودانیو د جوړونې په بدل کې اخېستل شوې دي. یاده استهدایه د سترې محکمې عامه امنیت دیوان د ۱۳۹۷/۹/۱۰ د ۱۱۱۸ ګڼې قضایي قرار او د هېواد د نافذه قوانینو د احکامو پر بنسټ تر بحث او غور لاندې ونیول شوه.
د اداري فساد جرمونو د څېړنې، عامه امنیت او د سترې محکمې د نشه يي توکو دیوان په ۱۳۹۸/۹/۱۰ نیټه پخپله ناسته کې، د کابل ولایت استیناف محکمې ریاست د اداري فساد جرمونو د څېړنو دیوان د ۱۳۹۸ د وږي میاشتې د ۲۷ نیټې د ۳۴ ګڼې پرېکړې له مخې، چې د قضایه قوې د واکونو د تشکیل قانون د ۹ مادې دویمې فقرې پر تعدیل سره شوې، دوی د جزا کود د ۳۸۵، ۳۷۵ مادې درېیمې فقرې او ۳۷۱ مادې پنځمې فقرې له مخې، پر درېیو کالو تنفیذي بند، د دندې پر انفصال او د رشوت برابر پر نغدي جریمه محکوم کړي و.
عالي شورا پرېکړه وکړه، چې د رشوت برابر پر نغدي جریمې سره د دوی محکومیت، د جزا کود د یادو شوو مادو په صراحت سره د جزا کود د ۳۸۵ مادې له مخې، د تنفیذ وړ دی.
د عالي شورا ناستې په بله برخه کې، د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز ریاست په استهدایه بحث وشو. په دغه استهدایه کې راغلي، هغه محکومین چې په ۱۳۹۸ کال یې له ازادۍ محرومو ځایونو کې په ځورونه، بې نظمۍ، وژنه، تخریب، تېښته او اعتصاب لاس پورې کړی، د محبسونو او توقیف خونو قانون د ۵۲ مادې د احکامو او د جمهوري ریاست د ۱۳۹۸/۳/۱۳ نیټې، پنځمې ګڼې فرمان د څلورمې مادې اوومې فقرې د هدایت پر بنسټ، نه بښل کېږي.
عالي شورا پرېکړه وکړه، هغه ماشومان چې په یادو کړنو یې لاس پورې کړی او محکمې یې په اړه حکم نه دی ورکړی، نه بښل کېږي او نه یې هم د بند موده کمېږي. عالي شورا د احکامو د تنفیذ او د حبس د بدیل ریاست ته دنده وسپارله، چې په دې تړاو یوه طرحه جوړه او جمهوري ریاست ته یې وړاندې کړي، څو په راتلوونکې کې د لویانو څخه په بېل ردیف کې ماشومانو ته په فرمانونو کې ځانګړي تدابیر په پام کې ونیول شي.
د دغې ناستې په بله برخه کې، د فراه استیناف څارنوالۍ د ۱۳۹۸/۷/۲۲ د ۱۸۹ ګڼې استهدایې په اړه بحث وشو. دا استهدایه د هغه قضیو په اړه ده چې وخت پرې تېر شوی او ځنډېدلي دي.
عالي شورا پرېکړه وکړه، هغه څارنوالۍ چې پر قضیو یې وخت وتلی وي، له تصمیم نیونې وروسته دې جزایي دعوې د بحث او غور په موخه د تحقیق پر چارو د څار څارنوالۍ ته او د سزا ورکونې په موخه د احکامو د تنفیذ او د حبس د بدیل څارنوالۍ ریاست ته واستوي.
د عالي شورا ناستې په بله برخه کې، د محمد ولي د امان الله زوی او ظفر خان د سید رحمان زوی د بښنې په اړه بحث وشو چې تېرو ټاکنو کې د رایي ورکونې په تزویري اسنادو او دوکې په جرم مجازات شوي و.
عالي شورا پرېکړه وکړه، چې د محکمې د پرېکند حکم په پام کې نیولو که دوی په ټاکنیزو او تزویري جرمونو محکوم شوي وي، د بښنې او بند مودې کمونې له فرمانونو ګټه نشي اخېستی او که یوازي په ټاکنیزو جرمونو محکوم شوي وي، له یادو فرمانو ګټه اخېستلای شي.
د ناستې په وروستۍ برخه کې، په لویه څارنوالۍ کې د نظامي روزنې په موخه د کورسو جوړونې په طرحه خبرې وشوې.
د لویې څارنوالۍ د عالي شورا غړو، یاده طرحه تصویب او د مسلکي زده کړو ریاست ته یې دنده ورکړه، څو د یادې طرحې پر بنسټ، خپل روزنیز پروګرامونه تنظیم کړي.