د لویې څارنوالۍ عالي شورا ناسته وشوه

Hussain_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۵ - ۱۴:۲۷
ago

د لویې څارنوالۍ عالي شورا ناسته د قضایي تعقیب په چارو کې د لویې څارنوالۍ مرستیال ډاکټر غلام حیدر علامه په مشرۍ د دغې ناستې نورو غړو په شتون کې د ۱‍۴۰۰ لمریز کال د غویي پر پنځمه جوړه شوه.

د غونډې په پیل کې د مالي محکوم بها د تنفیذ کړڼلاره د تدقیق او مطالعاتو عمومي ریاست رئیس لخوا وړاندې او پرې بحث وشو.

د عالي شورا غړو د موضوع اړوند تر نظریاتو وروسته، د مسلکي زده کړو ریاست رئیس تر مشرۍ لاندې د تدقیق او مطالعاتو، د احکام د تنفیذ څارنوالۍ، د اداري فساد لویو جرمونو سره د مبارزې څارنوالۍ او له ښځو د ملاتړ ریاستونو رئیسانو په ګډون کمېټې ته دنده وسپارله تر څو د موضوع اړوند د نظر اختلاف ټکي حل کړي او یاده کړڼلاره د تصویب په موخه د عالي شورا راتلونکې ناستې ته وړاندې کړي.

د اجنډا سره سم د غونډې په دویمه برخه کې د محابس او توقیف خونو عمومي ریاست د وړاندیز په هکله چې مخکې لویې څارنوالۍ ته لېږل شوی و او د هغو ممنوعه توکو په هکله چې د محبوسانو د خونو او د هغو اوسیدنځای څخه چې د تلاشۍ په وخت کې ترلاسه شوي د اوامرو او هدایاتو د تعقیب رئیس لخوا د غونډې ګډونوالو ته معلومات ورکړل شول.

د عالي شورا غړو د یادې موضوع تر غور او بررسۍ وروسته تصمیم ونیوه، چې یاده موضوع اوسمهال د زندانونو چارو د تنظیم ادارې مسوولیت دی او هغوی کولی شي، چې د سترې محکمې د ۱۳۹۲ مصوبې مطابق ورته رسیدګي وکړي.

د غونډې په پای کې اطلاعاتو ته د لاسرسي او په قضایې قوې او لویې څارنوالۍ کې د هغو طبقه بندۍ مسودې کړڼلاره د مقام د ویاندويۍ او ملي چارو مشاور لورې وړاندې او هکله یې بحث وشو.

عالي شورا د موضوع په هکله د نظریاتو او وړاندیزونو تر اورېدو وروسته، د لویې څارنوالۍ ویاند او په ملي چارو کې د مقام سلاکار ته دنده وسپارله تر څو د لویې څارنوالۍ عالي شورا غړو نظریات له سترې محکمې سره شریک او یاده کړڼلاره راتلونکې ناستې ته وړاندې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو او تیلو پر وارداتو بندیز ولګېد

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست او هېواد ته د بې کیفته تیلو له واردولو د مخنیوي کمېټې رییس محترم الحاج مولوي شمس‌الدین شریعتي یوي خبري ناستې ته ویلي چې هېواد ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۱۴:۳۹
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته تېلو، اوبلنو ګازو او نورو نفتي موادو له واردولو د مخنیوي لپاره د مؤظف پلاوي ناسته جوړه شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د سرپرست محترم مولوي شمس‌الدین شریعتي په مشرۍ ناسته د مؤظفې کمېټې د غړو په ګډون د امارتي ادارو او وزارتونو د معیننانو په حضور کې جوړه شوه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۳:۳۸
Background image

له ایران څخه د افغان بندیانو د لېږد دوام؛۱۹۹ افغان بندیان د افغانستان اسلامي امارت ته وسپارل شول

له بهر څخه د افغان بندیانو د انتقال کمېټې په کوښښ چې مشري یې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی رییس مولوي شمس الدین شریعتي کوي د نورو اړوندو ادارو له استازو سره په ګډه چې د دغې. . .

BACK TO NEWS