د لوی څارنوال حمیدي په مشرۍ د لوی څارنوالۍ عالي شورا غوڼده جوړه سوه

hdsadmin
چهارشنبه ۱۳۹۵/۱۲/۱۱ - ۱۵:۳۹
45

د افغانستان اسلامی جمهوریت د لوی څاروال څارنپوه محمد فرید حمیدي په مشرۍ نن ماپښين د لوی څارنوالۍ عالي شورا غوڼده جوړه سوه .

په دغه غونډه کي د (۱۰۱) اسمايي زون د جنايي جرمونو سره د مبارزې رئیس او دفساد پر ضد د مبارزې مدیر  په کابل کي د تښتوني (اختطاف) ، وژنو ، دکورنو  تلاښۍ ،رشوت اخیستني او حقوقي مسایل  په اړه راپور  وړاندي کړ.

دلوی څارنوالۍ عالي شورا د دغو مسایلو تر هر اړخیزه ارزوني وروسته ، و مسوولینو ته لازمي لارښووني وکړې او  پرېکړه سوه چي د څارنوالۍ ،کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت عمومي ریاست  تر مینځ یو ګډ  کمیسیون جوړ سي ترڅو  ننګوني تشخیص او حل لاري ورته ولټول سي او د اخیري پرېکړي لپاره  دي عالي شورا ته وړاندي سي .

د لوی څارنوالۍ عالي شورا د اداري فساد او وظیفوي جرمونو د څارنوالۍ پر هغه وړاندیز هم بحث وکړ چي دڅارنوالۍ دکورني او بهرني جرمونو دامنیت ریاست یو تن څارنوال د یو بندي (زنداني ) د تښتولو په تور تورن وو  اوهمدارنګه  د مرکزي نظامي زون د استیناف محکمې ددغه وړاندیز پر اساس پرېکړه کړي چي نوموړي شخص دي د عدلي او قضایي تعقیب لاندي سي او د تفتیش ریاست ته دنده وسپارل سوه  چي پېښي په هر اړخیز ډول وڅېړي او عالي شورا ته یې راپور  وړاندي کړي .

په پای کي د لوی څارنوالۍ د څارنې او ازادی دمحرومیت کمېټې د ماشومانو د توقیف ځایونو  پر بدیل بحث وکړ او دغه کمېټې پر هغه تفاهم لیک کره کتنه وکړه  ،کوم چي د لوی څارنوالۍ ،ستري محکمي ، دکار او ټولنیزو چارو وزارت ، عدلې وزارت ، کورنیو چارو وزارت او  (رفا )د ماشومان او نوو ځوانانو ټولنیزي مؤسیسې د ترمنځ لاسلیک سوئ وو .

او پرېکړه وسوه چي د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته شفاهي وویل سي چي لوی څارنوالي د خلګو دحقونو او په ځانګړي ډول دماشومانو د حقونو  څخه ملاتړ کوي او دغه اداره به د احکامو دپلي کولو او د ماشومانو  د روزني د مرکزونو څخه دوامداره څارنه کوي .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو او تیلو پر وارداتو بندیز ولګېد

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست او هېواد ته د بې کیفته تیلو له واردولو د مخنیوي کمېټې رییس محترم الحاج مولوي شمس‌الدین شریعتي یوي خبري ناستې ته ویلي چې هېواد ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۱۴:۳۹
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته تېلو، اوبلنو ګازو او نورو نفتي موادو له واردولو د مخنیوي لپاره د مؤظف پلاوي ناسته جوړه شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د سرپرست محترم مولوي شمس‌الدین شریعتي په مشرۍ ناسته د مؤظفې کمېټې د غړو په ګډون د امارتي ادارو او وزارتونو د معیننانو په حضور کې جوړه شوه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۳:۳۸
Background image

له ایران څخه د افغان بندیانو د لېږد دوام؛۱۹۹ افغان بندیان د افغانستان اسلامي امارت ته وسپارل شول

له بهر څخه د افغان بندیانو د انتقال کمېټې په کوښښ چې مشري یې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی رییس مولوي شمس الدین شریعتي کوي د نورو اړوندو ادارو له استازو سره په ګډه چې د دغې. . .

BACK TO NEWS