د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ پخوانی وزیر بري الذمه وبلل شو

ago_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۴/۳۰ - ۱۷:۱۲
mcit trailed

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ پخوانی وزیر عبدالرزاق وحیدي او د احمد طباعتي شرکت مرستیال حشمت الله د سید احمد زوی له واک څخه په ناوړه ګټه اخېستنه کې د لاس لرلو په تور، د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز د استیناف محکمې له خوا، د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ پر ۳۰ په علني ډول محاکمه شول.

د ناستې قضایي پلاوي، عبدالرزاق وحیدي چې له واک څخه په ناوړه ګټې اخېستنه کې د لاس لرلو په تور تورن شوی و، د قانون په پلي کولو کې د سهوې او مناسبو دلیلونو د نشتوالي له امله، د جزا کود او جزایي اجرااتو قانون د پنځمو مادو په رعایتونې د اساسي قانون د ۲۵ مادې له مخې، بري الذمه وباله.

هغه وخت چې ښاغلی وحیدي په مالیې وزارت کې د مرستیال په توګه دنده پر مخ وړه، له واک څخه د ناوړه ګټې اخېستنې په تور تورن او د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز د ابتدایي محکمې له خوا، په غیابي توګه په درې کاله تنفیذي بند محکوم شوی و.

نوموړي همداراز د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز د ابتدايي محکمې له خوا، د ۱۳۹۸ کال د وري پر ۱۸ په یوه بله قضیه او مالیې وزارت کې د خپل ماموریت پر مهال له واک څخه د ناوړه ګټې اخېستنې په تور په دوولس زره نغدي جریمه هم محکوم شوی و.

همداراز د قضایي ناستې پلاوي، حشمت الله له واک څخه په ناوړه ګټه اخېستنه کې د لاس لرلو له امله، د جزایي اجرااتو قانون د ۲۳۷ او د جزا کود د ۱۷ او ۵۸ مادې په رعایتونې د جزا قانون د ۱۴۵ او ۲۸۵ مادې له مخې، په شپږو میاشتو تنفیذي بند محکوم کړ.

د یادونې وړ ده، چې یادې محکمې، د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز د ابتدايي محکمې پرېکړه، چې احمدي طباعتي شرکت یې د جزا قانون د ۶ او د جزا کود د ۱۴ مادې له مخې، د ۱۹ میلیونه و ۱۹۷ زره او ۸۹۰ افغانیو په ورکړه محکوم کړی و، تائید کړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

BACK TO NEWS